زرينې شګې

لکه انار چې ناوې وار کړي په ديوال مات شي
داسې مې ستا د بڼو سيوري لاندې خيال مات شي

د سپيدو ستوري د ابجدو په زور خولې په خولې کړم
چې ستا د نوم تر کلي راشم رانه فال مات شي

پام کوه ډېرډېر د حيا پر سپېڅلتوب چېرې نه
پېغلې هيندارې نه تصوير ستا دجمال مات شي

لکه د غرو پر سر چې باد کې باراني څپې وي
کله دې داسې په درنو څڼو کې شال مات شي

بيا به د اوو چينو زرينې شګې څوک پخې کړي؟
که د يار سترګو نه د کوډو تور بنګال مات شي

جلان دې دارنګې پيکه کړم پښتانه ضمير ته
لکه نقاد نه چې منطقو کې مثال مات شي
سيدجيلاني جلان

يادونه :- دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى