
مهربانه شپه
سترګې په تکه سره غوسه مينځي لمبه راکوي
په ډبرينو جامو پټه ده خوله نه راکوي
د کال په شپو کې يوه شپه تر پخې شپې وروم
دا مهربانه شپه پوره د کال خواږه راکوي
جانان وعدې کوي راتلو ته يې تاله پرته ده
غشي د ځان سره ساتي تشه لينده راکوي
د ژوند په پل کې به يې وکرم ځواني په نذر
خو که جانان د ناز په لپو کې اوبه راکوي
ورباندې ګران يم او په زړه کې يې ځای هم لرمه
خو بيا پرې دومره باور نلرم چې زړه راکوي
يو سور کافر به هم جلانه داسې کارونکړي
لکه دا غرونه غرونه درد چې پښتانه راکوي

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى
06.01.2010
- اريوب
پوستكـى تورمونږ زړونه مينه ناك لرو مونږ ګورو تصويرونهمونږ ګورو په ګلپاڼو كې د ستورو تصويرونهمودې وشوې ليمو نه مو پوستكى تور ښويدلىماښامه! راوړه لږ د څڼو تورو تصويرونهرا ځه جانانه! ورك ورك شو نظر كې ديو بل په نورو كې چې رنګ رنګ شي د نوروتصويرونه د حال په ژبه وپوښته ماضي ده پرې خبره دې چم كې ولي شوي د سر زورو تصويرونهد خيال پرايينو د شوخ زمان له ټسه اوس هم جلانه! ګرځوو د اور د سيور...
13.01.2010
- اريوب
د سپېڅلتوب خاطر د درد په سرو وزرو ګر ځمه ټکورنلرملکه يتيمه مرغۍ مورنلرم مورنلرممنم چې دښت يمه د غره په شانې لوړ نه يمهخو خپل ضمير ته مې د وخت د خولې پېغور نلرمستا د حيا د سپېڅلتوب...