پوستكـى تور

مونږ زړونه مينه ناك لرو مونږ ګورو تصويرونه
مونږ ګورو په ګلپاڼو كې د ستورو تصويرونه

مودې وشوې ليمو نه مو پوستكى تور ښويدلى
ماښامه! راوړه لږ د څڼو تورو تصويرونه

را ځه جانانه! ورك ورك شو نظر كې ديو بل
په نورو كې چې رنګ رنګ شي د نوروتصويرونه

د حال په ژبه وپوښته ماضي ده پرې خبره
دې چم كې ولي شوي د سر زورو تصويرونه

د خيال پرايينو د شوخ زمان له ټسه اوس هم
جلانه! ګرځوو د اور د سيورو تصويرونه

سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى