د سپېڅلتوب خاطر

د درد په سرو وزرو ګر ځمه ټکورنلرم
لکه يتيمه مرغۍ مورنلرم مورنلرم

منم چې دښت يمه د غره په شانې لوړ نه يمه
خو خپل ضمير ته مې د وخت د خولې پېغور نلرم

ستا د حيا د سپېڅلتوب خاطر، خاطر کې لرم
دا چې په سپينو تورو ټوک ټوک يمه شور نلرم

ترکيب مې خپل او خيال مې خپل، غږېږو ټول په پښتو
د چا پور نه منم او زه هم په چا پور نلرم

يم بې سندرو له مودو د تخيل نغري کې
جانانه ستا د ګل غوټيو سترګو اور نلرم

ها پخوانی نه يم چې غر به مې په غېږه کې وړو
جلانه اوس خو د يوې څپېړې زورنلرم

 



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى