ﻟﻪ ډېرو ﺯﺩﻩ کړيالانو چې وپوښتي څه کار کوي؟
پرته له ځنډ څخه به درته ﻭﻭﺍﻳﻲ زده کړيال يم ﺍﻭ ﺯﺩﻩ کړي کوم، ﺳﻤﻪ ﺩﻩ چې ﺯﺩﻩ کړي کوي، څوک چې ﺯﺩﻩ کړې کوي د ﻫﻐﻮﯼ لپاره کار ډير ﺿﺮﻭﺭﻱ ﺩﯼ ځکه ﻫﻐﻮﯼ ﺑﻪ ﺩ خپلو ﺯﺩﻩ کړو لګښت ﻟﻪ کومې ﻻﺭې ﺑﺮﺍﺑﺮﻭﻱ. ﺩ ﻳﻮ شمير ﺯﺩﻩ کړيالانو لپاره زده کړي د لټۍ او بيکارۍ يوه بهانه ګرځيدلې ده ﻫﻤﺪﺍ ﻭﺟﻪ ﺩﻩ چي ډير ځوانان مو له تعلیم څخه په دې غولوونکې بهانه لري پاتې دي چې ګواکې ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ مشکلات ﻟﺮي ﺧﻮ باید په پوره ډاډ سره وایوو چې ﺯﺩﻩ کړه هيڅکله ستاسي د کارکولو مخه نه شي نيولی بلکي بر عکس ستاسي حوصلې لوړوي زه له خپله ليده دا ويلاي شم ﻫﻐﻪ ﺯﺩﻩ کړيالان کوم چې کار کوي ﺍﻭ ﺩ خپلو ﺯﺩﻩ کړو لګښت په خپلو مټو برابروي په ټولګي کې له هغو زده کړيالانو ډير ښه وي کوم چې ﺷﺘﻤﻦ ﻭﻱ ﺍﻭ ﺩ ﺯﺩﻩ کړي لګښت يي کورنۍ ورته برابروي لامل يي دادی هغه زده کړيالان چې کار نه کوي او لګښت يې کورنۍ پرې کوي زده کړې ته د ساعت تيرۍ او يو ډول تفريحي مصروفیت له ليده ګوري.
خو برعکس هغه زده کړيالان چې د زده کړې سره سره کار هم کوي زده کړه ورته د يوه ضرورت په څېر ښکاري او زده کړه د خپلو ټولو ستونزو څخه د وتلو لار ګڼي.
نو راځئ که مو کورنۍ ددې توان نه لري چي ستاسې د زده کړي لګښت دې درکړي په خپله لاس په کار شئ او ځانونو ته مو د زده کړې زمينه برابره کړئ .
که له اوسه مو ځان په نورو پيټې (بار) کړ تر پايه به له دي ستونزو کړيږئ.
ﻫﻤﺪﺍ ﻣﻮ ﺩ ﺳﺘﻮﻧﺰﻭ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻣﺒﺎﺭﺯې لمړنی پړاو دی که چيرې په دې پړاو کې بريالي شوئ نو د ژوند په ټولو کې به بريالي او هسک سر ياست.