له هر څه تر مخه غواړم تاسې درنو لوستونکو او مینوالو ته لومړی د جګړې تعریف او بیا د تبلیغاتي جګړې په هکله معلومات وړاندې کړم.
جګړه د پېښو یوه شومه پیښه ده چې هر روغ انسان له دې ناوړه پدیدې څخه کرکه لري، د جګړې په پیښېدو سره کور، کلی، ښار او هېواد ویجاړيږي، پرمختګ په ټپه دریږي، خلک اندېښمن او لالهانده کیږي، بشري ځواک او د ټولنو وګړي له هر راز پرمختګ او مثبتو چارو څخه بیرته پاتې کیږي، سوله یوه خوږه او د جګړې مترادفه کلمه ده.
جګړه کیدای شي د دوه تنو، دوه کورنیو، دوه کلیو، دوه قومونو، دوه یا څو هېوادونو او یا دوه قطبونو ترمنځ پیښه شي، خو؛ بیلابیل عوامل موجود وي چې د دې کړغیړنې پیښې سبب ګرځي.
دلته غواړم په لنډو ټکو کې دې ته اشاره وکړم چې د جګړې د پیښېدو اصلي عوامل کوم دي؟ کله چې د بیلابیلو دلایلو له امله اړیکې خرابې شي، هغه که ټکنالوژيکي، فزیکي، ټولنیزې یا معنوې وي او یا پر یو کس یا یوه هېواد د مقابل لوري څخه یرغل وشي یا په بل عبارت حقوق یې تر پښو لاندې شي هغه مهال به نوموړی کس یا هېواد دې ته مجبوره کیږي چې د دوی په وړاندې جګړې ته لاس پورې کړي.
جګړه ګنشمېر ډولونه لري چې په لاندې توګه دي:
• د دوه پوځي ډلو یا ټولنو ترمنځ مخامخ سړه جګړه.
• بیولوژيکي جګړه: د میرڅي له لوري د ناروغیو، بکټریاوو او ویروسونو خپرول.
• کیمیاوي جګړه: یعنې د کیمیاوي او زهرجنو موادو کارول چې ښه بېلګه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې دا ډول مواد وکارول شول او پایله یې هم له یو میلیون څخه ډېر کسان د زرهاوو ملکي وګړو په ګډون مرګ ژوبله وه.
• کورنۍ جګړه: ډېری مهال دا ډول جګړه په یو هېواد کې د داخلي مخالفو ګوندونو، پوځي ځواکونو او یا سترو سیاسي ډلو ترمنځ پیښیږي، له بده مرغه اویایمه لسیزه یا له ۱۹۹۲.ز څخه تر ۱۹۹۶ کاله پورې چې کله افغانستان کې د کورنیو جګړه مارو ډلو ترمنځ د واک پر سر جګړه وشوه؛ هغه هېوادونه چې اوس په دې جګړه کې ښکېل دي یا پرې تپل شوې عبارت دي له ــ افغانستان، یمن، لیبیا، عراق، سهیلي سوډان، مرکزي افریقا، سوریه، د پاکستان شمال غرب، کوردان او ترکان ، سومالیا او داسې نور...
• سایبري جګړه: په دې جګړه کې ډیری وخت ولسونه، دولتونه او یا نړیوال سازمانونه ښکېل وي او هڅه کوي چې د مخالف هېواد په معلوماتي سیسټمونو برید وکړي.
• اتومي جګړه: دا ډول جګړه کې هستوي وسلو کارولو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
جګړه نور ډولونه هم لري خو دلته به د دې له پاره چې لیکنه لوستونکو له پاره اوږده نه شي، غواړم د تبلیغاتي جګړې په هکله څه ولیکم.
تبلیغات په جګړه کې تر ټولو پیاوړې وسله ده، کله چې یو هېواد وغواړي د خپل دښمن پر وړاندې کرکه او انزجار رامنځته کړي نو له دې ډول جګړې کار اخلي هغه ممکن له کورني او یا بهرني اړخه وي خو؛ خپل د مخالف هېواد سرتیرو او عامه وګړو ذهنیتونه ګډوډوي او هغوی ته غلط انځور باسي، کېدای شي په دې کې مذهبي، ژبنیز او سمتي مسایلو ته لمن وهل هم شامل وي لکه څنګه چې په دویمه نړیواله جګړه کې ویتنام کې له دې چلنده کار واخیستل شو او نن سبا په افغانستان کې د سیمې هېوادونو هم دا تګلاره په مخ کې نیولې.
همدا راز؛ هغه معلومات، افکار او ځانګړې غوښتنې چې د یوې ټولنې د خلکو د عامه ذهنیتونو، احساساتو او کردارو خپلولو له پاره کاریږي دا هم د تبلیغاتي جګړې برخه ده، د استخباراتي اجیرانو ځای پرځای کول، د یوې ډلې یا سازمان ګمارل د مدني یا فرهنګي ټولنو جوړول، له ځینو رسنیو ملاتړ هغه موارد دي چې یو هېواد کولای شي خپل تربنګنت د دې وسایلو په کارولو له خپل سیال سره پر مخ بوځي.
له بلې خوا؛ کله چې خلکو ته د سمو معلوماتو پر ځای ناسم معلومات وړاندې شي، او د ولس ذهن د ناسمو معلوماتو منلو له پاره مجبوره شي پر ناسمو معلوماتو باور وشي دا په خپله د یوه هېواد د وګړو ترمنځ شک پیدا کوي چې دا د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.
د یادونې وړ یې بولم؛ هغه هېوادونه چې زمونږ هېواد کې له کلونو کلونو د خپلو شخصي لنډمهاله او اوږدمهاله ګټو له پاره په پوځي جګړه بوخت دي او زمونږ د هر راز پرمختګ مخنیوی کوي خو له بلې خوا; زمونږ په ګاوڼد کې پراته هېوادونه ایران او پاکستان تل هڅه کوي چې خپلو شومو موخو پلي کولو له پاره کله د افغانستان په کورنیو مسایلو کې په مستقیقه او یا غیر مستقیقه توګه لاسوهنه کوي او یا د اجیرو ډلو ټپلو په واسطه تلیغاتي جګړه پر مخ بیايي.
زما په شان ډیری افغان ځوانانو او هېوادوالو به دا مسله درک کړي وي خو نه پوهیږم چې دوی ولې پټه خوله ناست دي؟ ولې خپل دیني او وجداني رسالت نه ادا کوي؟ د یوه افغان ځوان په توګه ویاړم چې د دښمن په پټ راز پوه شوی یم او غواړم ولس ته په ډاګه ووایم چې ذهنونو ته مو پام نیسئ، دښمن ډیر سخت پلانونو په مخ کې لري او تل هڅه کوي چې زمونږ د ولس عامه ذهنیتونه په ناوړه افکارو ککړ کړي.
په پای کې له ښاغلي ولسمشر صاحب څخه د یوه افغان په توګه په خورا درنښت هیله کوم؛ هغه رسنۍ، کړۍ، ډلې او ټپلې چې د بهرنیو هېوادونو ګټو له پاره کار کوي په هره بیه چې کیږي د هغوی مخه دې ونیسي، هغوی زمونږ د ولس دښمنان دي، هر راز پرمختګ چې زمونږ په هېواد کې ترسره کیږي دوی یې خلکو ته په غلطه رسوي، زمونږ د ملي امنیتي ځواکونه په وړاندې ناسم تبلیغات پر مخ بیايي چې دا په خپله زمونږ د ځواکونو په روحیه منفي اغیزه کوي.
د سوکاله، پرمختللي افغانستان او یو موټي ولس په هیله