هرښكلى څيز د انسان طبيعت جذبوي، له نبي كريم صلى الله عليه وسلم څخه راغلي چې فرمايي:"بېشكه الله ښكلى دى ښكلا خوښويد الله بې نيازه خالق او پنځوونكي له خوښې سره سم ښكلا په بېلابېلو بڼو د انسان د خوښۍ او نېكبختۍموخه ګرځوي، او په زړه پورې ښكلا د ټولو انسانانو ترمنځ يو ګډ او مشترك حق دى، او ښايي چې د ښكلا معيارونه د يو فرد څخه تر بل فرد، او له يوې زمانې څخه تر بلې زمانې پورې توپير ولري، خو دا يو محدود توپير دى چې ښايي په يو اړخيز وي، او دد ښكلا ارزښت تشكيلونكو عناصر سره سر وخوري، ډاكتر زكي نجيب محمود وايي:" له عامو خلكو څخه عادي انسان چې كله په خپل جاري ژوند كې ښكلا وويني د شاخوا چاپېريال د ښكلي او ناښكلي توپير څنګه كولاى شي، د ښكلا په پېژندلو سربېره د ښكلا له ارزښتونو او اساساتو څخه لرې پاتې كېږي، هغه چې يوڅيز پرې ښكلا مومي، او كه ترې لرې شي، له نوموړي څيز څخه د نوموړو ارزښتونو او اساساتو د نشتوالي په اندازه ښكلا مسلوبه شي، دلته يو موهوب مفكر په خپل ژور او دقيق فكر كې له يوې ستونزې سره مخ كېږي، د ښكلا او قبح ترمنځ توپير وڅېړي، ترڅو يې اساسات مبادئ او شروط انځور او بڼه وركړي، نو پدې وخت كې دې ډول مفكر ته: فيلسوف نوم اخيستل كېداى شي، لكه څنګه چې په دې باب دده ليكنو ته د "ښكلا فلسفه" ويلاى شو، دا مهال بايد دلته پام وكړو چې د هنر او ادب په ډګركې د نقد دنده د "ښكلا د فلسفې" يوه برخه ده چې سرچينه يې د ښكلا فلسفه ده، نو لدې كبله نقد كوونكي د خپل فلسفي مذهب د اختلاف پر بنسټ د هغو اساس په ټاكلو كې، چې پر بنسټ يې نقد كوي اختلاف لري".
دا ناسمه ده چې داسې عقيده ولرو چې ښكلا يواځې حسي معيارونه لري، هغه چې په سترګو ليدل كېږي، يا په غوږونو اورېدل كېږي، يا په پزه بويول كېږي، يا په ژبه څكل كېږي او يا يې اعصاب پوسيله پر حركت او خوځښت راځي، ښكلا روح او ماده ده، ښكلا احساس او شعور دى، ښكلا عقل او وجدان دى، د ښكلا د فلاسفه وو ذهنونه چې كله ځينو برخو او عناصرو ته ورسېږي، د ښكلا په نړۍ كې نور داسې ځايونه شته چې فلسفي فكر يې د جوهر او تومنې ادراك نشي كولاى، او ابعادو ته يې نشي رسېداى، يواځې عقل د هستۍ او موجوديت د ټولو ښكاره او پټو اسرارو وړ او مناسبه قوه نه ده. د پند اخيستلو په موخه الله په خپل مقدس كتاب كې داسې فرمايلي: (...فإنها لا تَعمى الأبصارُ ولكن تَعمى القُلوبُ التي في الصُّدورِ) د الحجسورت ۴۶ آيت.

لرغونو فلسفو پدې قناعت وكړاى شو چې دا درې (حق_ خير _ او ښكلا) ارزښتونه په موجوداتو اوهستۍ كې لوى ارزښتونه دي، او ددې سترو ارزښتونو ترسيورې لاندې ټول انساني ارزښتونه (قيم) فروع راځي، د "خير" ازرښت د بدۍ او شر، د فضيلت (ښېګڼې) او خير له توپير كولو څخه منځ ته راځي، موهوب مفكر_ د فلسفي تصور له مخې_ ددې توپير او په دقت او د بصيرت په نفوذ سره تميير او توپير كولاى شي، او بيا د نوموړو ارزښتونو صياغت كولاى شي چې په شتون سره يې فضيلت او ښېګڼه او په نشتوالي يې بدي تبني كېداى شي، كله چې مفكر خپلو ارادو ته ورسي فيلسوف ورته ويلى شو او ليكنې يې "د اخلاقو فلسفه" بللى شو.
خو كچېرې يو بشپړه سليقه درلودونكى مفكر چې د اصالت دقت ولري او د لرې ابعادو ليدونكى وي د سم او ناسم ترمنځ توپير وكړي، دې ته د "منطق علم" ويل كېږي، چې د فلسفې يوه برخه ده او ددې پوسيله د فلسفې له لارې د "حق" ارزښت ته رسېداى شو.
نو پدې سره ويلاى شو چې حق، خير او ښايست په لرغونو فلسفوكې لوى ارزښتونه وو، چې دا سوچه د انساني عقل پنځونه ده، چې د تجربو د تاريخ او پېښـو په رڼا كې يې ترقي وكړه، استاذ محمد قطب وايي: هنر او دين دواړه د ستر حقيقت څرګندوونكي دي، لكه څنګه چې زياتوي: قرآن انساني شعور او احساس په هرڅيز كې ښكلا ته راګرځوي، او د ژوند په اوږدوكې د نوي چاپېريال سره د روږدي كېدو د حواسو د تحريك كوښښ كوي، او له څيزونو او ژونديو موجوداتو سره ژوندى عكس العمل ښكاره كوي، دلته هنر له دين سره يوځاى كېږي... "ريښتينى هنر هغه هنر دى چې د ښكلا او حق ترمنځ د بشپړې يوځاى كېدنې د زمينې د مساعدولو په لټون كې وي، ښكلا په كايناتوكې يو حقيقت دى، او حق د ښكلا منتها او اوج دى، چې دلته د موجوديت ټول حقايق په ارزښتونوكې سره يوځاى كېږي".
ښكلا يواځې زينت او سينګار ته نه ويل كېږي، ښكلا يواځې مادي تشكل هم نه دى، په واقعيت كې ښكلا په خپله او خپلو عناصرو، د روحي او مادي تاثيراتو، د خپلو ښكاره او پټو څپو او په ژوندي موجودكې د غبرګون، ددې ټولو يو مركب حقيقت دى، دا ځكه چې د ښكلا اغېزه له روح، نفس او عقل سره اخښل كېږي، او بېلابېل غبرګونونه را اوچتوي، چې ځينې يې ښكاره او ځينې يې په په منځ كې كاركوي، خو، ددې ټولو نتيجه د انسان د سعادت اوخوښۍ او خوند اخيستلو د ريښتينولۍ په موخه، او له هغه څخه د ګټې اخيستلو لپاره دي، چې د ځينو كارونو او ويناوو په كولو او نه كولو كې راڅرګندېږي، او له داخل څخه د اغېزو او مشاعرو لمسون ته لمن وهي، ښكلا يو بداهت دى، چې يواځې پر ظاهري حواسو پورې اړه نلري، دا د اسلام د نظر له نقطې سره سمه يوه مهمه موضوع ده، داسمه نه ده چې يوه ډېره ښكلې ښځه دې يواځې د حيواني شهواتو د راپارونې، د بدۍ او ناوړه كړو او د ګناه ډك رغبت پوره كولو وسيله وګرځي، او د طبيعت او په طبيعت كې د ګل ، ګلاب، سيندونو، غرونو او مرغانو ښكلا يواځې سطحي ښكلا نه ده، بلكې ددې ښكلا منبع يو پياوړى مبدع او قادر ذات دى، چې دا ښكلا يې په ډېره ښه توګه پنځولې، چې د انسانانو عقلونه او سترګې راجذبوي، فكرونه او خيالونه يې راپاروي، او دې بېساري پنځول شوې ځواكمنې معجزې پوسيله يې د ايمان او يقين دروازې پرانېستې دي، او، كه په اسلامي اصولوكې له ښكلا څخه خوند اخيستل مباح وي، نو بې له شكه چې دا د روح او ذوق د ارتقا لپاره يو مدخل دى، او له سقوط او راپرځېدو څخه د نفس ژغورنه او اوچتوالى دى، ښكلا د ايمان له اسبابو او عناصرو څخه ده، د ښكلا هنري ارزښتونه له خپل ځان سره داسې څه لري، چې نوموړى ايمان لانور هم پياوړى او عمق ته رسوي، او په ژوندانه كې يې د سعادت، نېكبختۍ او خير وسيله ګرځوي.
استاذ محمد قطب دې ته اشاره كوي چې: اروپايي تصور د انسان پر ماديت او حيويت، د روح پر انكار ولاړ دى، چې ددې يواځنى لامل د "داروين" پخوانۍ نظريه ده، چې پايله يې د"ماركسيزم"، نوي علم النفس او نوې ټولنپوهنې پنځېدل دي، چې په نولسمه او شمله پېړۍ كې يې پر ادب او هنر هم اغېزه وكړه.
لكه څنګه چې د ارسطوپه نزد د ښكلا فلسفه له تاريخي او عقايدوي عواملو څخه اغېزمنه شوه، همداشان د "ښكلا فسلفه" هم په ژوندانه كې له دې ډول نويو خيالونو څخه اغېزمنه شوه، او د ښكلا نويو فلاسفه وو نوموړي خيالونه د لرغونې ښكلا د ټولو فلسفو لپاره علامه وګرځوله، لكه څنګه يې چې له دين څخه د هنر د جلاكېدو بېساري كوښښونه وكړل، او غوښتل يې چې ددين او هنر ترمنځ د نفرت او تضاد د علاقې تصور رامنځته كړي، يوځل به يې دا ويل چې: هنر هدف او غايه ده، او دين، سياست او داسې نور شعارونه فنون اوهنرونه فاسدوي، بل پلا به يې دا ناسم ګومان كاوه چې دينونه قيد او د پرمختګ مخنيوى كوي او هنر ازادي او په چټكۍ تګ دى، او درېيم ځل به يې دا دعوا كوله چې دين پر اخلاقو تكيه كوي، او هنر ددغه اړخ پروا نه كوي ، ځكه چې ددوى په اند هنرونه فضيلت او بدۍ ته پام نه كوي، بلكې هغه څه ته ډېره پاملرنه كوي چې د خير او شر په انځورولو كې ښكلى وي، هغه كه هر ډول ښكلا وي.
ځينې پدې اند دي چې دين حقيقت او ريښتينولي لټوي، او هنر د ښكلا په لټون كې دى، نوموړې وينا يوه ژور فكر ته اړتيا لري، ايا په هغو حقيقت كې چې دين يې په لټه كې دى يوه خاصه ښكلا نشته؟؟ ايا موږ دا نه وايو چې: ښكلا يواځې حسي او انفعالي صورت نه دى، دا يو مركب څيز دى، بل دا چې ايا هنر د حقيقت د څرګندولو په لټون كې نه دى؟ يوه ښكلې ډرامه بل څه نه دي مګر د خير او شر، فضيلت او بدۍ ترمنځ د شخړې او اخ اوډب يو انځور دى، يوه تراژيدي انساني هموم او ستونزې منعكسوي، يو يا څو حقايقو ته اشاره كوي، او يوه كيسه هم پدې توګه په بېلابېلو اساليبو دا كار كوي، او له امكان سره سم بايد شعر ته هم همداشان په يو عام نظر وګورو، نو ويلاى شو چې: د ادبياتو بېلابېل ډولونه يو سيكالوجيكي حقيقت څرګندوي، او يا ټولنه انځوروي، او يا په يو معين چوكاټ كې لوړ ارزښتونه رابرسېره كوي، همدارنګه وينو چې ادبيات كولاى شي چې حقيقت ته يوه ښكلې جامه ور واغوندي او يا زړه راكښونكې بڼه وركړي او ټولنې ته يې وړاندې كړي، ځكه چې حقيقت ته ښكلې او موثره جامه وراغوستل بياهم حقيقت نشي پټولاى، د حقيقت دا ښكلې بڼه، له هغو مجرد او لوڅ حقيقت څخه توپير لري چې د سوچه علمي او يا فلسفي تقليدي څېړنو په پايله كې منځ ته راځي.
كه په حقايقو كې د ځينې پخوانيو او اوسنيو فلسفي خيالونو تر اغېز لاندې ځينې وخت څه توهم رامنځته شي، نو قرآن كريم په دنيا او آخرت كې د لويو حقايقو لارښوونه راته كوي، او مسلمان ته يې بشپړ قناعتونه او هوساينه وركړې ده چې له سمې لارې څخه يې د وتلو مخنيوى كوي، خو نويو او ثابته حقايقو ته د رسېدو په موخه يې د لا زيات زيات ايستلو او تجربې لاره پرانېستې پرې ايښې ده، دا يو ښكاره حقيقت دى چې ښكلا بې شمېره ډولونه لري، او د بېلابېلو حقايقو لمنې ډېرې پراخه او بريد نلري، مسلمان اديب او ليكوال كولاى شي چې د حق، ښكلا، خير، توحيد، عدل، مېنې او هېلې په نړۍ كې پرته له هېڅ ډول ستونزې او خنډ څخه د حقيقت د څرګندولو په موخه ازاد وي.
په ادبي شاهكار كې ګټه او منفعت د ښكلا له ارزښتونو سره كوم ټكر نه خوري، چې دا كار د ليكوال پر قدرت او په مهارت سره د ادبي شاهكار په ترسره كولو پورې اړه لري، خوبې له شكه چې نيمګړي او بي سليقې شعارونه، د هنر ښكلا او زيبايي له ډېره حده له منځه وړي، موږ وينو چې سترو ليكوالو وكولاى شو چې منفعت او د ښكلا ارزښتونه سره يوځاى كړي، چې پايله يې دداسې ادب ابداع و، چې ټول عصور يې په احترام قايل دي.
په هنر كې يو مشهور مذهب دى چې د "ښكلا" مذهب ورته وايي، چې "هنر د هنر لپاره" مذهب هم پدې كتار كې راځي، ښكلاپېژندنه يا ښايست په پراخه معنا سره "له ښكلا سره مينه" ده.
اسلام د ښكلا ارزښتونو ته لا اوچتوالى وربښي، او د عفت، پاكوالي او سپېڅلتيا جامې وراغوندي، او د هنري او ادبي شاهكارونو د ابداع او تخليق لاره يې د ټولو پرمخ پرانېستې پرې اېښې ده، او "ښكلې وينا" ته يې لازيات شرف وركړى كه د اسلامي لوړو ازرښتونو او پيغامونو په رڼا كې ترې كار واخيستل شي.
او د اسلامي ادب پيغام د اسلام د شامل پيغام يوه برخه ده، او د فعاله وسائلو يوه وسيله يې ده، اسلام مسلمانانو ته دا امر كړى چې د هرلمانځه لپاره دې ځانونه سينګار، ښكلي او پاك كړي او پدې يې پوهولي چې الله ډېر پاك ذات دى او پاكوالى خوښوي، ښكلى دى ښايست خوښوي هېڅكله يې د ښكلا انكار نه دى كړى هغه ښكلا چې دده صنعت او ابداع ده، بيان او څرګندونه سحر او حكمت دى، هغه سحر چې د راكښلو قوه ولري..... كه هر ډول ښكلا او معنا ولري، ايا ادب د الله تر تخليق او ابداع اوچت او ښكلى كېداى شي؟؟ نه ، هيېڅكله نه...!
 
hamimkhattat@gmail.com