بسم الله الرحمن الرحيم

(( قراّن اوښځه ))
لمړي دښځي موجودديت :

داسي معلوميږي په جهان كي دوې نظريي موجودي دي .
1. ماترياليزم 2. اّيدياليزم

اول ماترياليزم :
ددې ډلي پيروانان ننني كمونستان دي . دوى داسي مفكوره لري (( ماده نه خلق كيږي اونه دمنځه ځي )) بلكه ديوه حالت څخه په بل حالت تبديليږي . كومه ماده چي داول څخه موجوده وه خود بخوده طبيعت راوستې ده . انسانان هم دهمدې تغير په واسطه پيداكيږي ،لكه نور نباتات او حيوانات اوهمداسي مري . يعنې د اّخرت د ورځي ، سوال او جواب اوالا هي قدرت څخه منكر دي او په بيا ژوندي كيدو باندي عقيده نلري . دنيا همدا ژوند بولي او همدا غرض . موږ دلته پخپل بحث كي په دوى غرض نلرو او نه هم د دوى د ذهنونو څيړنه كوو. صرف د معلوماتو د اضافه كيدو په خاطر لنډ بحث و سو .

دوهم : اّيدياليزم :
اّيديالستان په دې فكر اوعقيده دي چي د انسانانو او ټولو كائينا تو پيداكونكۍ رب العزت الله جل جلاله دۍ . هغه ذات چي باقدرت او د انسانانو د تفكرڅخه ليري دۍهمداخداى (ج) دۍ چي د خرافاتو، پوچو او بيځايه اعتقاداتو د محوه كولو په غرض يې د همدې خپلو بندګانو(انسانانو) له جملې څخه غوره بندګان ( صالح او خير خواه ) د خپل استاذي په ډول د رسالت په معني نه د وكالت په معني مقرر كړيدي چي موږ هغو ته پيغمبر يا نبي وايو اوهريوه دالا هي استاذي په شكل الا هي كتاب څخه ګټه اخيستل . لكه تورات ، زبور ،انجيل اوقراّن . دې پيغمبرانو او انبياوو دالا هي كتابونو څخه دخپل امت د پاره لاري اوقوانين درلودل . موږ د قراّن عظيم الشان د مقدس كتاب په درلودلو سره د ټولو هغه اّسماني كتابونو او صحيفو قبلونه كوو چي په هغه وخت كي ( ترحضرت محمد (ص) نه مخكي ) موجود وه خو د شريعت غُرا ْ محمدي په راتللو سره د هغه كتابونو او قوانينو پابند نه يو، ځكه موږته پروردګارعالم جامع اوكامل كتاب ( قراّن ) په تحفه كښي راكړيدئ او د پخوانيو پيغامبرانو حالت او احوال يې په منظمه اوكامله توګه تشريح كړيدئ او نوريې د فعلاً د پاره بې اعتباره ګرځولي دي . ځكه خوموږ دلته د قراّن عظيم الشان ارشادات څيړو څو وكولاى سو هرهغه سو ْ تفاهمات چي د خلګو په ذهنونو كي ثبت دي ليري كړاى سو.اودا ثابته كو چي ګناه او د هغې مرتكب انسان دۍ نه الاهي قانون . دلته موږ د ښځي حقوق داسلام د مقدس دين له نظره څيړو او دا ثابته كولاى سو چي فقط په نړۍ كي د انسانانو د قانون او برابرئ محافظ همدا د اسلام مبارك دين او موجوده د پرور دګارعالم كلام يعني قراّن عظيم الشان دۍ دا ځكه چي پرور دګارعالم دې دين ته كامل ويلى دئ لكه چي فرمايي :
الْيَوْمَ ډَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَډَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الْږِسْلَامَ دِينًا ( المائده اّيت 3 )
ترجمه: موږ نن ورځ ستاسي دپاره مكمل وګرځاوه دين ستاسي اوتمام مي كړه نعمتونه خپل پرتاسي باندي اوغوره مي وګر ځا وه ستاسي دپاره دين داسلام .
دامبارك اّيت هغه اّخرنۍ لارښوونه ده چي د ډيرو علماوو بلكه اكثريت عقيده پردې ده چي دا اّخرنى اّيت دئ چي پررسول كريم (ص) باندي نازل سويدئ . او پس له دې څخه بيابل اّيت نه دئ نازل سوئ . مخكي له دې چي د دې مبارك اّيت په تحليل او څيړنه پيل وكړو بايد و وايو اصلي هدف چي د اسلام څخه دئ و څيړو دا څنګه كلمه ده ؟

چاوويل ؟
څنګه منځ ته راغله ؟
اوڅه معني لري ؟
اسلام: داهغه كلمه ده چي زموږ نيكه حضرت ابراهيم عليه السلام
دخپل شوق اومحبت په توګه ويلې او پيروانان يې د اسلام يا مسلمانانو په نوم معرفي كړيدي . لكه چي قراّن عظيم الشان په دې باره كي فرمايي .
وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِلَّۍَ ډَبِيكُمْ ږِبْرَاهِيمَ هُوَ سَمَّاكُمْ الْمُسْلِمينَ مِنْ قَبْل ُ ( الحج ايت 78 )
ترجمه : نه يي دئ ګرځولى پرتاسي باندي كم زوراومشقت په دين كښي . تاسي مطابعت وكړي د پلارخپل ابراهيم عليه السلام او نوم د اسلام هم ده ايښي دۍ مخكي .
داسلام معني : داكلمه هرڅوك پخپل ذهن سره معني كولاى سي په داسي شرط چي دسلامتۍ، سالم والي اوتسليميدلو معني ولري . ځكه دا لفظ هغه وخت رايج سوچي د ابراهيم عليه السلام د خولي څخه راو وتۍ . په تا ئيد د دې خبري ټول اديان چي د حضرت ابراهيم عليه السلام د زماني څخه د حضرت رسول اكرم (ص) ترمبعوث كيدو پوري منځ ته راغلي دي په هغه شرط چي د پروردګارعالم ارشاداتو انبيا ْ عليهم السلام او پيغامبرانو ته يې د تسليم غاړه ايښې وي هم ويل كيږي ، خود حضرت محمد (ص) ترمبعوث كيدو وروسته هغه  ټول پخواني اديان محوه سوه اوصرف د حضرت محمد (ص) دين د اسلام په نوم و پيژندل سو .
دلته پرهمدې خبري باندي كفايت كوو ځكه د خپل اصلي هدف څخه وزو (دښځى قوانين په قراّن كي ) څومره حقوق لري او په كومه اندازه كولاى سي په جامعه كي خپل رول په مثبته او سالمه توګه و لوبوي . دكاردكولو اوعلم د حاصلولو په غرض تركومو شرائيطولا ندي كولاي سي فاعل سي داځكه موږ د حداو حدود نوم ذكركړځكه چي اسلامي جامعه اوغيراسلامى جامعه يود بله متضاد قوانين لري اوهيڅكله يوه مسلمانه ښځه د غيراسلامي جامعي د ښځونمايندګي نسي كولاى دلته يوه لا ز مي خبره لرو هغه ؛
اول : بعضي مسائيل او سوالونه د انسان په ذهن كي را ګرځى چي د هغوى جواب ممكن نه دئ . مثلاً د رب العزت ليدل په دې دنياكى، د جنت او دوږخ ليدل ، دقبرعذاب ، سوال او جواب او نور . موږ په الاهي دين كښى دوه قانونه لرو .


اول: عقيده او ايمان درلودل په غيب سره :
مسلمانان په اّمنت با الله (الايه) سره كامل ايمان لري داځكه چي بيله خاصي عقيدې څخه مسايل نه حل كيږى اونه هم د هغو د پاره كوم مكمل عقلى دليل وړاندي كولاى سو ځكه اكثره مسايل د انسان د واك او اختيار څخه وتي دي بايد پرې  بحث ونه سى او چوپه خوله اختياركړي .
دوهم: د ژوندانه د سمون د پاره هراړخيزقوانين سته چي هر انسان د خپل مغز اوذهنى افادې په واسطه كولاى سى تشريح ولرى .
ددې خبري ويل ځكه موږ ته ضرورى وو چي په راتلونكي بحثونوكى به دا ثابته سي څنګه سوال اوڅنګه جواب . موږ د مخه يولنډ بحث درلودى چي په ځينو مواردو كښي مسلمانان صرف ايمان په غيب سره لرى چي يوه خبره همدلته داده :


اول: دانسان پيدايښت بيله پلاره اوبيله موره .
دوهم: دانسان پيدايښت بيله موره .
دريم: دانسان پيدايښت بيله پلاره .
دادرې خلقتونه رب العزت دخپلى خدايي دښكاره كولواوثابت كيدو په غرض دخپلو نورو خلقتونوپه لړ كي درولى دى .
اول يې بابا اّدم عليه السلام چي نه مورلرى نه پلار .
دوهم يې بي بي حوا( رض عنها) ده چي پلارلرى يعني باباادم عليه السلام ولي مورنلري .
دريم حضرت عيسى عليه السلام دئ چي مورلري يعني بي بي مريم ولي پلارنلري . ويونكي دي دلته پوښتنه نه كوي چي دادري خلقته څنګه وسوه؟ ځكه موږمخكي دامنلى وه چي
بعضى سوالونه په مكمله توګه جواب نلري كه څه ناڅه هم ووايو بياهم قانع كونكئ دليل نسو پيداكولاى نو ځكه وايو چي ايمان په غيب سره درلودل زموږ خاصه ده . كه څه هم و وايوپه قراّن عظيم الشان كي دهريوه دپاره ډيردلا ئيل وړاندي سويدي لكه د بابا اّدم عليه السلام په باره كي ، چي د مځكي د مخ وچه خاوره او بيا د هغي غونډيدل په خټو ا وښتل او بيا په پاخه توګه تبديليدل بيا وروسته د بابا ادم عليه السلام وجود دهغي خټى نه په الاهي امرسره ، او بيا د بي بي حوا ( رض عنها ) پيداكيدل د بابا ادم عليه السلام څخه چي هغه بيده ووكله چي راكښې نستۍ د هغه د چپه پښتۍ څخه بي بي حوا پيداسوي وه او د حضرت عيسي عليه السلام پيداكيدل او د حضرت جبرائيل عليه السلام نزول و بي بي مريمى ته لكه چي په 16 سپاره كي د قراّن پاك دا قصه په تفصيل سره بيان سويده ، خو بياهم وايي په سوال كي سوال پيدا كيږي صرف عقيده وي مسئلې دي د هرهغه چا د پاره چي دپروردګارعالم پر وحدانيت باندي بلا شك وشبه ايمان لري د ارتباط په خاطرچي پوه سو ښځه څنګه پيداسوه ؟
ولي پيداسوه ؟
اوڅومره حقوق لري ؟ دامبارك اّيت را اخلو .
هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَۍٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ ږِلَيْهَا( ايت 189 ) الاعراف
ترجمه : همدغه رب العزت دئ چي تاسي يي خلق كړي ياست د يوه انسان څخه اوګرځولې يې ده( پيدايې كړه ) د دغه انسان څخه ښځه په خاطرد دې چي د ده زړه اّرام او تسكين سي .
انشاّ ْ الله د پورته سوالونو جواب په مكمله توګه سره پيداسو.
تفسير: كه په غورسره دامبارك اّيت ترخپلي څيړني لا ندي ونيسو دا به راته معلومه سي چي د بي بي حوا پيدايښت په هرقسم چي وو د حضرت بابا اّدم عليه السلام په خواهش او د ده د اّراموالي د پاره وسو. ځكه د حضرت اّدم عليه السلام اوسيدل په يوازي توګه د ده خپل د پاره د قبول وړ نه وه ،انسان اجتماعي خصلت لري او يوازي والى يوازي دالله (ج) د پاره بس دۍ . بل داچي پروردګارعالم اكثره مخلوقات جوړه جوړه پيداكړيدي چي اّينده په پرې بحث وكړو ځكه حضرت اّدم عليه السلام هم د خپلى جوړې د پاره غوښتنه او دوعاګاني كولى . كه څه هم اّدم عليه السلام ښځه نه وه ليدلې او تصوريي د ښځي هم نه درلودئ خوپروردګارپخپل كامل علم سره پوهيدۍ چي د ښځى ضرورت لا زمي دۍ . ځكه د ژوندانه رونق هم بيله ښځي څخه سمون نه خوري او په اصل كي د كورونو د ترتيب او هم روښانه ساتلو د پاره يونه هيريدونكۍ جزدۍ ، نوځكه يې  دا نفيس او باقدرته انسان غوره كړ چي په هره زمانه اوهروقت كښي ورته بې حده ضرورت ليدل كيږى. اوكه مبالغه ونكړو  بايد وويل سي چي ژوند بيله ښځي څخه كامل نه بلكه نيمګړئ دئ او هغه هم په تياروكي . دا برتري د لمړي ځل د پاره پروردګارعالم و بي بي حوا ته وركړه . اوس به څنګه سترګى پټي كړو او ياهم و وايو چي ښځه بې اهميته ده او ياهم په كورونوكي د زينت وسيله ده . هغه وخت چي زموږ پلار اّدم عليه السلام نا اّرام او بې كراره وو دامعني نه وه چي ګواكي هغه وږي او تږي وو او ياهم دكور د جنجال ( صفايي ) او ديګ پخولوله امله په تنګ راغلۍ وو او يايې هم ټوله ورځ جاروب كاوه ، بلكه هدف دلته وو چي د خپل همجنس په نه درلودلو سره يې دكمبود احساس كاوه خبروكولو او جواب اخيستلو د پاره يې هم جنس نه درلودئ ځكه نو نا اّرام ښكاره كيدئ په دې خاطر چي په اّينده كي خوشحال اّرام اود ژوند په تيرولو كي سعادت ور په برخه وي اود نورو موجوداتو په څير دى هم جوړه ولري و پروردګارعالم ته په زاري وو. پروردګارهم د ده د خپل وجود څخه د حضرت بي بي حوا رض عنها ) پيدايښت وكړ دا په دې خاطر :
هرهغه څه چي په مشكل او زحمت سره لاس ته راځي هغه ډير ګران او با ارزښته وي او هيڅوقت د هغه د ضائيع كيدو طرز نه منل كيږي خو بل عكس كه په ډيره ارزانه او ياهم مفته توګه كم سوغات او ياهم د ژوند د ضرورياتو اسباب د بنده ولاس ته ور سيږي د هغه قيمت او قدرلږ وي . په همدې وجه پرور دګار عالم دده د خپل وجود څگه د ده هم جنس په داسي وخت كي پيدا كړه چي هم د ده انتهايي ضرورت وو اوهم د ده د بدن يوه ټوټه وه چي ضرور د ده د محبت سبب سوه اوداسي يوه تحفه وه چي هم د نسل د ډيروالي ، هم د خون شريكۍ او هم د ضرورت جز لاينفك وو . د پروردګارعالم مقبول ترين بنده سردار دو عالم حضرت محمد (ص) څخه د لورد پيدايښت په باره كي داسي ارشاد دۍ . (( په هغه كوركي څلويښت ورځي نوراوري چي هلته لور پيداسي )) .

دوهم دليل :
كله چي حضرت اّدم عليه السلام دبي بي حوا (رض عنها) سره  د جنت څخه و مځكي ته راكښته سو نو د نسل د ډير والى په خاطر د رب العزت د خوا څخه دا قانون ورته وضع سو چي ورور دي خور په نكاح كړي لكه چي همداسي كيدل .
د حضرت اّدم عليه السلام دوه زامن وه ( قابيل اوهابيل ) دي دواړو د خپلي خور پرسرلا نجه جوړه كړه په دې معني چي هريوه د دوي غوښتل دا خپله خور په نكاح كړي ځكه دا خور ډيره  حسينه ، هوښياره او چالاكه وه ، كه څه هم دا انجلۍ خپل پلار ( اّدم عليه السلام ) وهابيل ته په نكاح وركړه خود دې انجلۍ هغه  ورورچي ددې سره يوځاى دمورپه رحم كي موجود وو او دوي دواړه په دوګانګي شكل سره پيداسوي وه د قابيل پنوم يا ديده مخالفت وكړتردې اندازې چي خبره جګړې ته ودريده او قابيل هابيل و واژه كه څه هم د دوى پلار و دوى ته د خيرات كولو پيشنهاد كړى وو چي د هريوه د خيرات د قبول كيدو په صورت كي دي هغه اقليما نكاح كړي .
قصه به رالنډه كړو نتيجه اخلو :
دا منازعه د ضرورت په خاطر وه نه د مال او متاع په لحاظ . ځكه موږ پورته و ويل د ښځي موجوديت اود هغي ضرورت په جامعه كښي يوضروري اود نظره څخه نه لويدونكۍ بحث دۍ  په همدې خاطررب العزت پخپله د ښځي موجودديت لا زمي او ضروري عنصر ګڼلئ دۍ . ځكه نورو مخلوقاتو ددې ځاى نسو  نيولاى . قابيل اوهابيل هم ددې مفكورې په درلودلو سره دا غوښتل چي خپل كور او ژوند ته لا رونق وركړي اود هرانسان هم دا خواهش دۍ چي تر نورو برتره اوسي .

دريم دليل :
موږ ته دا ثابته ده چي ژوند بيله ښځي څخه نيمګړى دۍ په دې ترتيب دخپل ثبوت د لا ټينګولود پاره دموسي عليه السلام  دمور بيان په لنډ ډول داسي بيانوو گ فرعون خوب وليدۍ چي د بيت المقدس د طرفه څخه اور راسي اوپه مصر كښي دمصريانو كورونه سوځي خود بني اسرائيلو په كورونو كي نه ننوزى اوهغوئ سلامت پاته كيږي . امرصادرسو چي د وخت عالمان دي د خوب تعبير وكړي . د زماني او وخت راهبانو په ګډه سره دا فيصله وكړه او فتوا ْ صادره سوه (( په بني اسرائيلو كي يوماشوم پيداكيږي ستا سلطنت او پادشاهي ختموي )) .
فرعون چي دا جواب واو ريدئ امر يې وكړ د هربني اسرائيل په كور كي چي هلك پيدا كيږي هغه و وژنۍ . تردې اندازې چي د بني اسرائيلو اويازره تنه ماشومان و وژل سول . د حضرت موسي عليه السلام په پيداكيدو سره د هغه مور ډير وارخطا سوه او نه پوهيده چي څه وكړي اودا هلك چيري پټ كړي ځكه د فرزند وژل هغه هم د مورپه مخ كي د صبراوتحمل څخه ليري كاردئ .
پروردګارعالم د تجويزپيش كولو په خاطرد دې هلك مورته داسي فرمايي .
ږِذْ ډَوْحَيْنَا ږِلَى ډُمِّكَ مَا يُوحَى(38)ډَنْ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَډْخُذْهُ عَدُوٌّ لِي وَعَدُوٌّ لَهُ وَډَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّۍً مِنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَى عَيْنِي( طه ايت38 _ 39)
ترجمه : هغه زمان چي وحي وكړه موږ په وحي كولو سره واچوه ( دغه هلك ) په صندق كي اوبيا وغورځوه داصندق په درياب كي پس ودي غورځوي داصندق درياب په يوه څنډه كي چي ونيسي دى ( پيداكړي ) دښمن زما اودښمن دده واچوله ماخپله مينه په تا باندي چي تربيت وسي ستا زما ترنظرلا ندي .
تفسير: هلته د فرعون په كوركي هلك نه ووكله چي نوموړي صندق د اوبو په منځ كي د فرعون وكورته داخل سو نود فرعون ښځي امر وكړچي صندق د اوبو څخه را وباسۍ . د هلك په ليدلو سره ډيره خوشحاله سوه ځكه پروردګارعالم د دې په زړه كي دموسي عليه السلام مينه اومحبت دومره ډير ور پيدا كړ چي هغه يې پخپل اسرارسره د زوي په نوم وبللى . فرعون اسراركاوه چي داهلك زموږ دښمن دئ اودده وزيرانو هم داخبره تائيدوله خو د فرعون ښځي هغه ټوله پرله پسي رد كول . تردې اندازې چي يوه ورځ موسي عليه السلام د فرعون په بغل كي دهغه ږيره كش كړه فرعون په غضب شو او وي ويل داهم هغه دبني اسرائيلو هلك دئ . ولي رضاعي موريې وويل نه داماشوم دئ . په ښه اوبدكله پوهيږي ،امتحان يې كړه .
روايت دئ چي وايې د فرعون ښځي امر وكړ يوه د اورسكروټه اويوه ټوټه سره زردي را وړل سي اوددې هلك په مخ كي دي پراته وي چي فرعون پخپله ددې حركت اندازه وكړي . هلك كوم يوه ته لاس اچوي . وايي موسي درب العزت په لارښوونه واورته لاس واچوئ اوهغه يې وخپلي خولې ته يو وړئ چي ژبه مباركه يي په وسوځيدل ځكه خود فرعون ښځي ښه دليل پيدا كړ او اسراريې په دې كاوه دامعصوم بې ګناه دۍ . رب العزت ددې په زړه كي دميني اومحبت ګلان غوړولي وه اوغوښتل يې ددې په واسط موسي لوي سي .
نتيجه : كه چيري د دې دوو ښځو( دموسي د موراود فرعون ښځي ) موجوديت نه واى نوحضرت موسي به څنګه او چيرته لوئيدۍ؟ ( الله پاك په هرڅه باندي قادر دئ خو )
د صندق تدبير اود هغه وړل د فرعون كورته او هلته لوئيدل د موسي د رب العزت رضا ْ وه چي ددې دوو ښځو په واسطه ترسره سول .

څلورم دليل :
موږ په دې ډير غټ اوطولا ني بحث كي فقط هغه خبري چي زموږ غرض وو را واخيستې د دې لپاره چي خپل دليل قوي كړاي سو . ويونكي دي خپل سوالونه په نورو كتابونو كي حل كړي . صرف دقراّن عظيم الشان د16 سيپاري دمريم دسوره نه موږ لنډه افاده رااخيستې هغه هم داده رب العزت فرماي
وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ ږِذْ انتَبَذَتْ مِنْ ډَهْلِهَا مَكَانًا شَرْقِيًّا(16)فَاتَّخَذَتْ مِنْ دُونِهِمْ حِجَابًا فَډَرْسَلْنَا ږِلَيْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِيًّا(17)قَالَتْ ږِنِّي ډَعُوذُ بِالرَّحْمَانِ مِنْكَ ږِنْ كُنتَ تَقِيًّا(18)قَالَ ږِنَّمَا ډَنَا رَسُولُ رَبِّكِ لِډَهَبَ لَكِ غُلَامًا زَكِيًّا(19)قَالَتْ ډَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ وَلَمْ ډَكُنْ بَغِيًّا(20)قَالَ كَذَلِكِ قَالَ رَبُّكِ هُوَ عَلَيَّ هَيِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آيَۍً لِلنَّاسِ وَرَحْمَۍً مِنَّا وَكَانَ ډَمْرًا مَقْضِيًّا(21) مريم
ترجمه : يادكړه په دغه كتاب كي قصه دمريمي كله چي لاړه دخپلي كورنۍ څخه هغه ځاى ته چي په شرقي طرف د بيت المقدس كي وه نويې پرده ونيول ( دپاره دغسل دحيض ) نو وليږئ موږ دې ته ( پس له غسل اوجامواغوستلو نه ) روح خپل ( جبرائيل عليه السلام ) پس شكل يې خپل جوړ كړ ديته دكامل ځوان پشان . كله چي بي بي مريمي دا ځوان وليدۍ نو وې ويل :
زه پناه غواړم په رحمن سره له تانه كه ته يې پرهيزګاره( زماڅخه ليري ولاړسه) جبرائيل عليه السلام وويل :
بيشكه همدغه خبره ده خو زه راليږلئ يم رب ستا د پاره ددې چي و بخښم تاته ( په امر درب ) يوهلك صالح او پاك .
مريمي و ويل : څنګه به پيداسي ماته زوى حال داچي نه دئ رسيدلئ ماته هيڅ بشر( نكاح مي نه ده تړلي ) او نه هم زه بدكاره وم هيڅ چيري .
و ويل جبرائيل عليه السلام : همداسي ده لكه ته چي وايې خو رب العالمين فرمايي چي دا كار پما باندي ډير اّسانه دئ الايه لنډه داچي حامله سوه او بيا حضرت عيسي عليه السلام تولد سو بيله پلاره څخه . زموږ مقصد اصلاً په بي بي مريمي باندي  دئ مريم په معني كښي خدمتګارته ويل كيږي په دې معني د بي بي مريمي مورد ځانه سره داعهد كړي وو كم هغه اولاد چي د دې څخه و دنياته راځي هغه به د بيت المقدس د خدمت د پاره وقف كوي . ځكه نو د بي بي مريمي ژوند د بيت المقدس د پاره چي خدمت وكړي وقف سوئ وو . په هرصورت كي چي وو بي بي مريمه ډيره پاكه _ صالحه او پرهيزګاره انجلۍ وه . د دې دعفت او پاكۍ په باره كي پروردګارعالم 23 ځايه په قراّن عظيم الشان كي صفت كړيدۍ . اوحضرت عيسي عليه السلام په زانګو كي د خپلي مور د پاكئ اود رب العزت د وحدانيت سبق خلګوته كاوه .
نتيجه : پروردګارعالم خپل بندګان نه هيروي اونه يې هم دلهو لعب د پاره پيداكړيدي . هغه څوك چي د رب العزت عبادت كوي الله پاك هم هغه د حكمت او درجې خاوند ګرځوي . د دې خبري په تائيد سره موږ ويلاي سو . پروردګارعالم وښځي ته هم لويه درجه وركړيده . تراوسه چي موږ د ښځي په باره كي معلومات وړاندي كړيدي هغه ټول قراّني ارشادات اوالاهي كلام وو چي يوه هم همدغه د بي بي مريمي قصه وه . كه په د قيقه توګه سره ورته وګورو دومره لوى عظمت او دبدبه د بي بي مريمي ساده خبره نه ده .