د حضرت مسيح عليه السلام په اړه د عيسوى دين د عقائدو خلاصه داده  چې  د څښتن تعالى  د خبر و صفت  يعنى د زوى اقنوم ( شخصيت ) د انسانانو د خلاصون او كاميابى  لپاره د حضرت  مسيح عليه السلام  په انسانى وجود كې يې  حلول  وكړ، او دغه  الهى (اقنوم) تر هغى چې حضرت مسيح په دنيا كې وه د ده په وجود كې وه تر دى چې يهوديانو په دار وځاړوه  او دغه الهى اقنوم ترى بيا جدا شو ، بيا دريمه ورځ حضرت مسيح دخپل قبره پورته شو او حوارينو هم وليد او دوى ته يې  څه نصيحتونه  وړاندې كړل او بيا اسمان ته لاړ.  او كله چې يهوديانو په داروځاړوه  نو دا د مسيحيى  موْ منانو د ګناه كفاره وګرځيد چې دوى پرى معاف كړل  كړل كوم چې  دادم په اولاده دادم عليه السلام نه تر اوسه ددوى په طبيعت  كې را روانه وه. 

 دغه عقيده  د څلورو اساسى برخو ( عنصرو نو)  څخه جوړه ده:-

1-د حلول او تجسم عقيده

2-دصليب (دارځړولو)عقيده

3-دپورته كېدو او دوهم ژوندون عقيده

4- دكفارى عقيده

او لاندى به د هر يو نه په تفصيل خبرى وكړو

 

1- د حلول او تجسيم عقيده

 

ترټولو وړاندې  د حلول او تجسم عقيده د يو حنا په انجيل كې موندل كېږي ، ددغه انجيل  مصنف د حضرت مسيح دسوانحو پيل  داسى كوي:

" په پيل كې خبرى  وى او خبرى دڅښتن تعالى  سره وى او خبرى  دڅښتن تعالى  وى او داپه پيل  كې دڅښتن تعالى   سره وه"

 ( يوحنا: ۱:او۲)

بيا ليكې چې خبرى مجسم شوى او د فضيلت  اوپاكې نه ډكې شوى او موږ كې ننوتي

 ( حلول وكړ)  او موږ يې  لويى وليده  لكه چې پلار په حقه دعزت  او نعمتونه نه ډك وه

(يوحنا، 1: 14)

او مخكې مو ويل چې خبره په مسيحيت عبارت د هغه اقنوم نه دى  چې دڅښتن تعالى   دزوى نه پرى تعبير كېږي  او دا يو جلا څښتن تعالى  دى نو معنى يي لكه چې يو حنا وايې داسى ده چې "  دڅښتن تعالى  د خبرو صفت يعنى  د زوى اقنوم-  دمسيح عليه السلام- په بدن كې مجسم شوى.

( مارسريلټن)  ددې عقيدې  په تشريح كې ليكې : "  د كاتوليك عقيده  وايې: هغه ذات  چې څښتن تعالى   وه انسان ته و ګرځيد بى لدى چې څښتن تعالى  صفات ترى جلا شى، يعنى ده پرځان د بنى بشر او انسانانو څرنګوالي  لازم  كړ، هغه خداي چې  د وخت  او ځاي په قيدونو نه  تړل  كېږي، او بيا تر څه مودى پورى  زموږ سره تم شو"([1])

او مقدس روح- لكه چې  مسيحيان عقيده لرى د ( زوى)  د اقنوم سره د حضرت مسيح  عليه السلام دبدن  ديوځاي كېدو د يو والى  قوت  بلل كېږي . اولكه چې مخكې مو ويل  مقدس روح په مسيحيت كې د الهى  مينې  يو صفت دى  او پدې  سره  معنى ددې  عقديى دا شوه چې  بندګانو سره چې  د څښتن تعالى  كومه مينه وه نو د خپلى مينې له ليارى خپل اقنوم

 ( زوى) دى دنيا ته راوليږي تر څو د انسان د ګناه كفاره شى. ([2])

 

او كوم څيز چې  په ځآنګړي ډول بايد ورته متوجه شو چې  د ( زوى)  حلول د مسيح په السلام په وجود كې د مسيحيانو  په وړاندې  ، دا معنى نه وركوي چې  ( زوى)  دڅښتن تعالى   د جدايې وروسته  انسانيت  ته واوښت ، بلكې  دا معنى وركوي  چې مخكې  يواځي څښتن تعالى   وه او اوس  لدى سره انسان هم وګرځيد.

نو اوس جوته شوه چې دغه عقيدې كې يو وخت  كې له  مسيح  عليه السلام نه څښتن تعالى  او انسان ثابتوى " الفريډ اى ګارو"  دغه  خبره داسى څرګنده كړي چې:

" په حقيقت كې ( مسيح عليه السلام) په يو وخت كې هم څښتن تعالى   او هم انسان  ده، اوله يو له دغو مرتبو نه منكريدل،  او ياپه وخت كې د دواړو ديوځاي كېدو نه منكريدل  د ده په شخصيت  كې  هغه مسئلى دى  چې له دى نه نوى نظرى  اورايې  پيدا شوى او ( اتهاني شيس)  په ټول زور  سره دغه نظريه د (  اريوس)  په مقابل كې تاكېد كړي ، نو منل شوى رايه او نظريه داده  چې  " دمسيح عليه السلام په شخصيت  كې دواړه ماهيته او اصلونه يوځاي شوى".([3])

او مسيح  عليه السلام بشريت ته يې  په كتو دلوى څښتن تعالى  نه يې  مرتبه كمه ده اوله همدى  ځايه   يوځلى  وايې:  " پلار زما نه لوى دى"

 او دى ته په اندازى  سره هغه كولى شو چې  د بشريت  په ټولو څرنګوالى ځان څرګندد كړي.

 او څښتن تعالى   ته يې په اندازى هغه د (پلار) سره په مرتبه  كې برابردى په يوحنا انجيل كې راځي:

" زه اوپلار يو يو. ([4])

همداسى اګسټاين زياتوى  " اودى ته په اندازى  دڅښتن تعالى  په حيثيت كې  يو انسان پيدا شوى وه او همداسى په پيدا كېدو كې يو انسان وه"([5])

بيا او ګسټاين وړاندې وايې:" سره له دى چې څښتن تعالى  دبنده په څيره او صورت كې ځان نه وړاندې كوي ځكه دى سره له هغه صفت لرى كېږي چې دا د ( پلار) سره برابروى ….. او هر يو ته په كار دى  چې پوه شى چې يسوع مسيح  دڅښتن تعالى  په صفت  كې د خپل ځان  نه غوره دى، اوپه بشرى صفت كې د خپل ځان  نه ټيټ او ښكته دى"([6])

اوس په همدى  مناسبت يوه پوښتنه وړاندې كېږي چې څنګه  امكان لرى  چې يو كس  دى هم څښتن تعالى   وى هم انسان پيدا كونكې  او هم پيدا شوى هم پورته اوهم ښكته؟

اوهمدغه سوال هم د تثليت  دعقيدې په رنګي  تر ډېرو پيړيو دشخړي  او مناقشو  محور وه، د دي سوال  په ځواب كې  دومره  كتابونه ليكل شوى چې بالاخره  د مسيحيت  د علم په نوم ( Chirstology )  د يو علم تهداب كېښودل شو.

خو هرڅه چې خبره  كاتلوليكې كليساګانو ته رسيږي  نو دوى  ددې سوال په ځواب كې  تر ډېره ځايه   غالباً   د يوحنا انجيل  په بيلا بيلو  نصوصو او دليلونو استدلال كوي  لكه چې دغه عقيده  دوى ته په نقلى اوپه رانقل شوو دلائلو ثابته  او

_______

 (۵)پورتنى مصدر.

 ولاړه ده(1)، عقل ته د نژادى ښودلو په غرض ځيني مثالونه  ددې لپاره  وړاندې كوي يو له دوى وايې  " دغه يو والى دڅښتن تعالى   او بنده  ترمنځه   داسى ده لكه يو مهر كې  چې كوم نقش  او نښان وى. ([7])

يو بل  لدوى نه وايې:  ددې مثال د هغه صورت  او شكل  په شان دى چې په ايينه او هنداره كې  ښكاري، لكه چې نشان په مهركې  د دوو تتو وجود له يو جسمه معنى وركوي:

مهر او نقش  او نښان همداراز په هنداره كې د عكس  راتګ  په يوشيى  د دووحقيقتونو ښكاري كېدل::  ښيښه او راغلى تصوير نو همداسى د زوى ا قنوم ( شخصيت)  د مسيح په ځان كې رانغاړى :   د خدايى  حقيقت  او د بشريت  حقيقت  خو دغه  استدلال د ډېرو مسيحي  مفكرينو په وړاندې كوم  مقبوليت  تر لاسه نه كړ. ([8])

 او راتلونكې  كې به په لنډيز سره د هغه  دبيلابيلو مسيحي مفكرينو هڅي  راوخلو چې  ددې قضيى  د حل  لپاره يې  و ړاندى كړي .



[1]-  Studies in Christian Doctrine, p.28 .

                                                                                                                                               

[2]-  Studies in Christian Doctrine, p.28 . 

                                                                                                                                              

[3]-  ددينونو او اخلاقودائرة المعارف ، ص ۵۸۶،جلد ۳، دعيسويت مقاله .

                                                                                                                                               

[4]-  ( يو حنا ۳۰:۱۰)

 

[5]-  او پوره ايت  " اوريدلى  مودى  چې  ماويلى  زه ځم  او بيرته تاسى ته راګرځم كه دوست مى ګڼي  نو تاسى به خوشحاله شى ،ځكه  ماويلى  چې پلارته  ځم ،  ځكه پلار زما نه لوى دى " ( يوحنا14، 28).

                                                                                                                                               

[6]-  اوګسټاين جلد2 صفحه 678 

 

[7]-  د زيات تفصيل  لپاره ، ددوى رانقل شوى دليل سره له نقده  د (الاظهار الحق) كتاب په دريم باب كې  موندلى  شى ،اظهارالحق علامه محقق  رحمه  الله كېرانوى ليكلى .

 

[8]-  برطانوي دائرة المعارف ، جلد22  ، صفحه 479 ،د تثليت مقاله ، طبعه 1950 م.