د قلموال څښتن په سپېڅلي نامه
مننه او كوروداني
من لم يشكر العبد لم يشكر الله
د پورته سپېڅلي په رڼا كې چې موخه يې له هغه چا څخه مننه كول دي، چا مو چې په يوه كار كې مرسته كړي، كه هغه په هر ډګر كې وي، عملي وي، نظري، سياسي وي يا ادبي...... نو زه هم له هغو وروڼو څخه چې ددې بلوګ ترلاسه كولو كې يې ما سره پوره، پوره مرسته كړې، څخه مننه كوم، او له څښتن تعالى څڅه يې سرلوړي يې غواړم.
له ټولو څخه مخكې له ګران محبوب صېب څخه د زړه له كومي مننه كوم چا چې د ټول افغان وېب پاڼو سره اشنا كړم. او پدې ډول يې ددې جوګه كړم ترڅو په نېټ باندې په پښتو ژبه يوه نيمه ليكنه پرليكه كړم.
په همدې ډول له ګرانو ښاغليو مجيب الرحمن انګار او شېرزاد كامه وال څخه هم د زړه له تله مننه او كوروداني، چې زه يې ددې وړ وګڼلم ترڅو د ټول افغان پاڼو كې زما لپاره هم د يوه پاڼې غم وخوري.
خداى شته په لومړي سر كې كله چې مې انګار صېب ته د وېب پانې په اړه خپله غوښتنپاڼه وړاندې كړه، نو دا تمه مې نه كېده، چې لږ ترلږه دې، زما غوښتنه ومنل شي، او كه چېرې وهم منل شي، نو كېداى شي، چې مياشتې پرې واوړي، خو د څښتن كړه وه، او ددوي مثبت ځواب، له هر ډول مرستو څخه يې ډاډه كړم، او د پاڼې په اړه يې راڅخه ځينې شيان وغوښتل، چې يو څه وربرابر او ولېږل شول.
د څښتن كړه وه، او ددوي نه ستړي كېدونكي هلې ځلې. پاڼه په درې يا څلورو ورځو كې جوړه او دا دې نن د سهر په am ۲:۰۰ يې د انګار صېب د لارښوونو سره سم لومړۍ پرانيسته وشوه.
دا وو د ټول افغان ادبپالې كاري ډلې زيار او نه ستړي كېدونكې هلې ځلې او پېرزويينې چې د (فلسفې او اديانو) په نامه وېب پاڼه ګورئ.
په پاى كې يو ځل بيا له هريو ښاغليو مجيب الرحمن انګار او كامه وال صېب څخه د زړه له كومي مننه او كور وداني، چې شپه او ورځ يې د پښتو ژبې په خدمت او چوپړ كې نه ستړي كېدونكې زيار ګاللې.
د لوى څښتن تعالى له دربار څخه د ټول ټول افغان چلوونكي ډلې ته د بري او سوكالۍ ژوند غواړم
په درنښت
ورور مو عثمان منصور انصاري
۰۳۳۳۵۲۵۳۰۸۳(۰۰۹۲)