د انسان راتګ دې نړۍ ته دا اندېښنه راپېدا كړه، ترڅو د خپل پاېښت لپاره لاس په كار شي، له څېړنو څخه داسې څرګندېږي، چې لومړنۍ ستونزې چې انسانان ورسره مخ ول، هغه د خوراك، او د ځان ساتنه وه.
دارنګه له هغهو ځناورو چې به ډارېده د هغه لمانځنه به يې كوله، كوم شيان او ځناور چې به ورته ګټور مالوم شول، نو هغه به يې خپل څښتنان ګڼل.
كه چېرې له مذهبي فكر څخه دې خبرې ته وګورو نو بيا دا خبره په زبات رسي، چې دين او مذهب د وېرې، خوښېۍ او خوشالۍ څخه ندې منځته راغلې، بلكه  دا دين د څښتن تعالى لخوا د خپل بنده د لارښوونېلپاره يو قانون اود دستور په ډول وخت په وخت په مختلفو وختونو كې رالېږل شوي.
څښټن تعالى چې كوم وخت په زمكه انسان د خپل خلافت استازې وټاكه لدې وروسته كله چې هم په خلكو كې بې لاري او فساد خپور شوې نو څښتن تعالفى د هغوي د لارښوونې لپاره خپل استازي رالېږلي دي.  نن ورځ ې څومره لوې او ستر اديان ګورو، لكه: يهوديت، عيسويت او اسلام، نو ددې اديانو لارښودان د ځښتن تعالى له لورې رالېږل شوي ول.
څښتن تعالى د وخت او پېر سر برابر خپل استازي مكلف كړي، مثلا: د عيسى عليه السلام په پير كې رنځپوهنې ښه پرمختګ كړې ؤ، نو څښتن تعالى هغه ته د رنځورانو رغولو معجزه وركړې وه.
د موسى عليه السلام په پير كې كوډو، او جادو په خپل اوج كې وى. نو ځكه خو يې معجزه د ښامار لكړه (امسا) وه، چې د غورځولو پر وخت به ورڅخه يو ستر ښامار جوړ شو. او د وروستي  الهي دين (اسلام) په پير كې شعر او شاعرۍ او ادبي ذوق ډېر پرمختګ كړې ؤ، نو ځكه څښتن تعالى د خپل پاك نبي صلى الله عليه وسلم په لاس د نړۍ د غوره ادباو شاعرۍ نادره كتاب راولېږه، چې ټولې نړۍ يې له بديل راوړلو څخه عاجزه پاتې كړه.
پدې ډول د هر رسول سره اسماني كتاب هم ؤ، چې دا كتابونه بهپه لنډ ډول سره وپېژنو، همدارنګه د هغو  اديانو سپېڅلي كتابونه به هم لږ څه وپېژنو ، كوم چې د ځينو سيمو، كولتوري، ټولنيزو او دوديزومسئلو څخه رازېږېدلي دي. لكه هندوييزم، بوديزم، جېنيزم، بهاييت... اوداسې نور

نو پدې لړ كې پيل د الهامي كتابونو له لړۍ څخه په يهوديت سره وكړو:

د يهوديت ديني ادب او د يهودو سپېڅلې كتابونه
د عيسويت ديني ادب او عيسويانو سپېڅلي كتابونه
د اسلام ديني ادب او د مسلمانانو سپېڅلي كتابونه
د زردشت ديني ادب او د زردشتيانو سپېڅلي كتابونه
د هندوييزم ديني ادب او د هندوانو سپېڅلي كتابونه