د لوى او بښوونكي څښتن په نامه
فلسفه او اديان ولې او د څه لپاره؟
ددې بلوګ له ترلاسه كولو څخه زما اصلي موخه؟
اشرف المخلوق (انسان) له خپل پيداېښت سره سم له يو لړ داسې پوښتنو ګروېږنو او ازمېښت لاندې راغې، چې دا لړۍ تردې دمه راروانه ده.
انسان له خپلې لومړنۍ او ساده پوهې څخه نيولې بيا تر لوړو پوړيو پورې د خپل ځان، چاپېريال، د نړۍ نظام او څښتن تعالى په اړه داسې پوښتنو سره مخ شوې چې د يوه سم او كره ځواب غوښتونكې دي.
دا ډول پوښتنې چې زه څوك يم،
ولې پېدا شوم، له كومه راغلې يم،
د څه موخې لپاره زوكړې يم،
دې نړۍ ته په راتګ كې خپلواك يم كه وك شته چې زما څارنه كوي،
زه چا پېدا كړې يم،
زمكه، اوبه او هوا، دا شيان په رېښتيا شته كه دا زما د سترګو خطا ده، او دا زما وهم دى.
ايا كه د اسنان اوسني ماغزه د څرنګوالي او څومره والي له پلوه څو ځلې زيات واى،
نو عقلي، پوهنيزه او د پرمختګ چارېبه څومره په چتكۍ سره پرمخ تللې وى، او په ډول د كائېناتو پېژندنه څرنګه واى؟
له دې څخه وروسته انسان د بشر ټولنيزو موضوعاتو، لكه: د فرد، ټولنې، حكومت، دولت، هېواد، سياست، اقتصاد، پوهنې، اخلاق او د ټولنو د كولتور، عرف او عادت د دينونو پېداېښت او نزول، او د ډلو ټپلو (مذهبونو) منتځته راتګ په اړه پلټنه كوي، او له دا ډول پوښتنو سره مخ كېږي،
نو فلسفه لكه څرنګه چې له نامه څخه يې څرګندېږي، او هره پوهه كه هغه ساېنسي وي، يا ديني، تاريخي وي، كه ادبي له همدې (فلسفې) څخه سرچينه اخلي. او همدا پوهه ده ، چې د يو لړ پوهو انسانانو له فكري، او پوهنيزه كوښښونو له وجې چې د بشر د ستونزو هوارولو لپاره يې شپه او ورځ په ځان يوه كړې وه، ترڅو د خپل تعقل، تفكر، حواسو او ادراكاتو په واسطه د عامه خلكو پوښتنو ته ځواب راپېدا كړي. دا ډله انسانان پدې وتوانېدل چې د فلسفې په نامه يوه پوهه چې د ټولو پوهو موړ ګڼل كېږي، منځته راوړي، او دې پوهې ته پراختيا وركړي،
دې انسان د څښتن تعالې لخوا وركړل شوي، قدرتونو پر مټ د خپل چاپېريال د پېژندنې لپاره تر وسې كوښښونه كړي.
دا پوهان له زرګونو كلونو څخه راپدې خوا ددې پوښتنو په ځوابولو لګيا دي، او خپلې راى يې پدې اړه څرګندې كړې دي.
د څښتن تعالى له لورې رالېږل شوي استازيو په لاس د هغه (الله تعالى) د الهي فلسفې (د يووالي فلسفه) د وحې په ډول د نړۍ ولسونو ته رسولې، دارنګه يې د خلكو مادي او معنوي ژوند د ښه كولو لارې چارې ودوي ته ښودلي، او د خپل رحمت له مخې يې يو شمېر كتابونه او صحيفې د بشر د لارښوونې او هغو پوښتنو ځوابولو لپاره رالېږلي، چې دوي به وخت پر وخت له خپلو پېغمبرانو او رسولانو څخه كولې، چې ددې لړۍ يو نايابه د ادبي فلسفې الهي كتاب د (قرآن كريم) دى.
په دې كتاب كې څښتن تعالى د يهودو او عيسويانو هغه دعواګانې ناسمې ګڼلي، چې دوي يې د عُزير عليه السلام او عيسى عليه السلام په اړه لرلې، چې ګني دوي د څښتن تعالى زامن دي، العياذ باالله. او دارنګه يې د اسلام د فلسفې بنسټيزه اصل (د يووالي اصل) د اخلاص په سورت كې د نړۍ ولسونو ته بيان كړې دى.
ددې بلوګ له ترلاسه كولو څخه زما اصلي موخه؟
د فلسفې او منطق دويم ښوونكې فارابي
د ارستو او اپلاتون د فلسفې شننونكې
د فلسفې او د اديانو د پرتله اييزه څېړنې په اړه ددې بلوګ له ترلاسه كولوو څخه زما يواځينۍ موخه دا، ترڅو د هغو مسلمانو فلسفيانو په ژوند، ليكنو، فكر او فلسفې يو څه رڼا واچووم، چا چې د لوديځ فلسفي افكار له مرګ اور وركې څخه ژغورلي، پدې افكارو كې يې نوې روح ورپوكړې، د لوديځ افكار يې په سم چوكاټ كې اچولي، ناسم افكار يې سم كړي، نيمګړي افكار يې په خپل زكاوت او څښتن وركړي لوړ فكري پوهې سره په دليل او برهان نقد كړي، او دا نيمګړي افكار يې وربشپړ كړي،
د ارستو، اپلاتون، سقرات ن نه پوهېدو وړ افكار يې د پوهېدو وړ ګرځولي، او د هغوي په مبهمو او نه پوهېدو وړ افكار يې د پوهېدو وړ كتابونو شننې او لمنليكونه وليكل ترڅو نور خلك هم ترې ګټه پورته كړي.
دا فلسفيان چې د ختيځ او لويدځ ترمنځ يې د يوه نه ماتېدونكي پُل په څېر خپله دنده په پوره ايماندارۍ سره ترسره كړه، لرغونې فلسفه يې په خپل نه ستړي كېدونكي زيال سر ه وساتله، ښكلې يې كړه، ويې نازوله، او له ښه سېنګاره يې د نوې فلسفې په ډول يو ځل بيا د لويديځ په لمن كې وروغوځله، ترڅو له هغو افكارو او فلسفو چې د خپلې ناپوهۍ او جهل له وجې يې په منځنيو پېړيو كې له لاسه وركړې وه، بېرته ترلاسه كړي، او يوځل بيا يې خاوندان شي.
نو كه چېرې دا مسلمان فلسفيان او ددوي د زيا او زحمت پايلې نه واى، نو نن به هغه لرغونې لوديځه فلسفه تر موږ نه واى رارسېدلې.
د وېب بلوګ له ګرانو كتونكو او لوستونكو څخه هيله ده، چې د بلوګ په اړه خپلې نيوكې، وړانديزونه .... په لاندې پته راولېږي. او يا هم د همدې پاڼې په تبصرو او نيوكو په كړكۍ كې خپل پيغام پرېږدي.
په درنښت
عثمان انصاري