اوبه د انسان او هر مخلوق د ژوند بقا او اړتیا ده، زمونږ ټوله کرنه په اوبو ولاړه ده، که مو اوبه په سمه توګه مدیریت شي زراعت مو وده کوي او اقتصاد مو لا پراختیا مومي چې ښه اقتصاد د هېواد د امنیت، سوکالۍ، عزت او پرمختګ ضامن دی.
په دې وروستیو کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي؛((موږ د هغه څه په وړاندې چې زموږ د ژوند چاپېریال ویجاوړي بې تفاوته نه شو پاتې کېدای؛ په افغانستان کې د ګڼو بندونو جوړېدا، د افغانستان په شمال او جنوب کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو جوړېدا زموږ پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز لري)) تاند.
د روحاني دې څرګندونو دلته په افغانستان کې بیلابیل غبرګونونه له ځانه سره لرلي.
ولسمشرۍ ماڼۍ د ایران ولسمشر خبرې رد کړې او ویې ویل چې د افغانستان حکومت د اوبو د نړیوالو قوانینو مطابق حق لري، چې له خپلو اوبو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او مونږ دومره وايو چې د ایران ولسمشر دې د خپلو خبرو په هکله یو فکر وکړي.
د بندونو جوړول د افغانستان حق دی.
په همدې حال کې د افغانستان د برښنا او اوبو وزارت ویاند هم د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي؛ د اوبو د بندونو جوړول د افغانستان مسلم حق دی او ګاونډيان باید د افغانستان حقوقو ته درناوی ولري.
په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهانو او د پوهنتون استادانو هم د حسن روحاني خبرې پاروونکې، د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماتیک عرف پرخلاف وبللې.
له بل لوري د ولسي جرګې مرستیال او ګڼو غړو؛ د روحاني پر څرګندونو نیوکې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر موافقې ته ورسیږي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو د ویش معاهده د هماغه وخت لومړي وزیر محمد موسی شفیق او ایراني سیال له لوري په کال ۱۹۷۳.ز چې د ۱۳۵۱ لمریز سره برابره وه، لاسلیک شوه او د اوبو اندازه څرګنده ده.
د یادې موافقې له مخې ایران ته د هلمند له سیند څخه باید په کال کې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ولاړې شي.
ایران هیڅکله د پورتنۍ پریکړې له مخې عمل ندی کړی او د افغانستان کابو ۷۰ سلنه اوبه د دوی په لور روانې دي، چې دا دی اوس زمونږ نوښتګر ولسمشر د اوبو ښه مدیریت په موخه د بندونو جوړولو ته مخه کړې او دا کار یې د افغانستان ولس ته یو تاریخي پریکړه ده، چې زمونږ راتلونکي نسلونه به یې په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکي.
د نړیوال بانک موندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو نورو سرچینو تر څنګ د دریوو سترو، په شمال کې آمو ، په ختیځ کې کابل سیند او په جنوب کې هلمند سیند په درلودو سره ۵۷ ملیارد متر مکعبه اوبه لري، چې د هغه له جملې یواځې ۱۷ ملیارد متر مکعب څخه کار اخیستل کیږي او داسې اټکل شوی چې راتلونکي کې له ۳۰ ملیارده متر مکعب اوبو څخه کار واخیستل شي.
نه یواځې ایران بلکې پاکستان هم د افغانتسان له وړیا اوبو څخه ګټه پورته کوي، ایران او پاکستان هغه هیوادونه دي چې خپلې کرنې له پاره د افغانستان اوبه کاروي او پرته د افغانستان له اوبو څخه به د هغوی ټولنه له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.
مونږ یو ځل بیا له خپل نوښتګر ولسمشر څخه هیله کوو، چې ایران او پاکستان ته دې قناعت ورکړي چې سلما، کجکي او د کمال خان بندونو په شان د نورو ورته بندونو جوړول د افغانانو حق دی او مونږ په خپل هېواد کې اوبو ته اړتیا لرو، ګاونډیان دې دا ویره له خپل ذهن څخه لرې کړي چې ګواکې دلته افغانستان کې د اوبه ښه مدیریت او د بندونو جوړول به د هغوی ټولنه له کوم ګواښ سره مخامخ کړي خو؛ برعکس افغانستان کې د اقتصاد پراختیا به په سیمه کې د سولې او ثبات لامل شي.
د راپورونو له مخې؛ ایران او پاکستان پخوا په ځلونو د افغانستان په پراختیايي چارو، لکه: د بندونو جوړولو پروژو کې تخریبي کارونه ترسره کړي، د مثال په توګه؛ د نیویارک ټایمز د راپور له مخې: په ۲۰۱۲ کال کې د پکتیا د مچلغو بند د ساتنې یوه سیمه ییز قومندان خان ولي په شهادت کې پاکستان لاس درلود.
په همدې حال کې د ګارډین د راپور پر اساس: ایران هم په ۲۰۱۵.ز کې د سلما بند د جوړیدو پر مهال څو څو ځله بریدونه کړي چې په ترڅ کې د هماغه ځای ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي.
په پای د یوه افغان ژورنالیست په توګه زما پیغام لومړی ایرانیانو ته دا دی چې راځئ لکه د نړۍ نورو پرمختللو هېوادو په شان د یو بل ګټو، پرمختګ، لاسته راوړنو ته درناوی ولرو، یو بل ته د ورورولۍ لاس ورکړو، له تخریب او زیان رسولو څخه ډډه وکړو؛ ځکه که هر لوری خپل ګاونډي ته هر ډول زیان ورسوي د هغوی تر منځ به اړیکې خرابې شي، خلک به یې له یو بل څخه کرکه ولري،زه وایم چې د نړیوالو اصولو له مخې غوره دا ده چې ایران دې پرشوي تړون عمل وکړي.
له ګران ولسمشر څخه تمه لرو چې خپل بنسټیز او اقتصادي پروګرامونه دې همداسې ګړندي لري، د افغانستان هر رښتینی ځوان او زمریان یې تر څنګ ولاړ دي، هر هغه افغان چې افغان وي او دا خاوره د خپل ناموس وګڼي هغه به ستا د هر ډول پراختیایي پروګرامونو ملاتړ کوي.
د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله