سلامونه مینه او احترامات مې ومنئ: زما ډیری لیکنې دي خو سرچ اپشن یې کار نه کوي چې دا ولې؟

د یوې افغان زده کوونکې له دستکوله يې څه راوویستل؟
د نجونو یوه دولتي پوهنتون ته یو د پوهنتون یوه څارونکې ډله راغله او د نجونو د دستکولو پلټنه يې پیل کړه، د یوې یوې نجلې دستکول وپلټل شو، د چا په دستکول کې کتابونه،کتابچې او د ضرورت وړ پاڼو نه بغیر بل څه پیدا نه شول، خو یو ټولګی پاتی وو چې دا د پیښې ځای وو، پیښه څه وه؟
او څه مخته شول د پوهنتون څارونکې ډله دهلیز ته ور ننوته او ټولې نجونې يي سره راټولې کړې او ورته يي وویل چې خپل خپل دستکولونه خپلو مخو ته کیږدي.
د دهلیز یوې څنډې ته یوه زده کوونکې ناسته وه، د ده خپګان ورو ورو زیاتیده، هغې په کراتو کراتو دې څارونکې ډلې ته په ځیر ځیر کتل او ورو ورو پر مخ خپګان زیاتیده، دې پر خپل دستکول لاس ایښی و، تالاشي پیل شوه، د دې نمبر هم راورسیده، د نجلې خپګان ورو ورو زیاتیده له څو شیبو وروسته د څارونکې ډله د نجلې دستکول ته د پلټولو لپاره راورسیده.
نجلې خپل دستکول نیولې وه او هغې په چوپتیا سره يي دا ویل چې تاسې دا دستکول هیڅکله نشې خلاصولای، هغې ته ویل کیده چې خپل دستکول راخلاص کړي!
دې څارونکي ډلې ته په ځیر ځیر کتل، خو داسې ښکاریده چې ژبه يي ګنډلې وي، دستکول يي د سینې پورې کلک نیولې وه، څارونکو بیا وویل، دستکول دې موږ ته راکړه، نجلۍ په زوره غږ پرې وکړ، زه يي نشم درکولای .
څارونکې ډله دې نجلې خوا ته راټول شول، ډیرې سختې ناندرې پیل شوې، د دهلیز ټولې نجونې خپه وې، اخر راز يي څه وو؟ ریښتیا څه وو؟ خو اخر يي د دې نجلۍ نه دا دستکول واخیسته په ټولو نجونو کې یو ځل چوپتیا خپره شوه، خو معلومه نه چې څه به وشي؟ ….
په دستکول کې څه دي؟ څارونکو دا دستکول واخیست او ادارې ته رهي شول، نجلې په اداره کې ناسته وه او له سترګو يي د اوښکو داسې بهیې لکه باران چې اوري، ټولو ته يي په قهر کتل چې بهر به د یو عالم خلکو په مخ کې رسوا شم.
دا يي کینولې وه، د پوهنتون رییس پر نجلې دستکول راخلاص کړ، رییس غږ کړ ای خدایه په دستکول کې څه ول، تاسې څه ګومان کوئ؟ په دستکول کې داسې څه منع شوي څیزونه نه ول، نه بربنډ عکس وو په خدای داسې څه نه وه چې د حیرانی لامل دې وګرځي خو د ډوډی یو څو ټوټې وې او د کارول شوي سنډویچ یو څو برخې وې، بس همدا وې نور څه نه ول.
کله چې د دې لړۍ په اړه له ده نه پوښتنه وشوه هغه په ځواب کې وویل، دا چې ټولې نجونې زده کوونکې د سهر ناشته کوي نو د ډوډی میدګي ټولوم څه يي خورم او څه يي خپل کور ته وړم. هو خپلې مور او خورګانو ته تر څو چې هغوي ته د غرمې او شپې د خوراک لپاره څه پیدا کړم، زه تنګ لاسې یم زما د روزلو والا څوک نشته، ان زما خبر هم څوک نه اخلي، زما د دستکول د خلاصولو لامل یواځې همدا وو چې تر څو زما په راز زما همصنفیانې پوه نشي ترڅو د دوي مخکې شرمنده نشم.
مګر تاسو زما سره داسې کار وکړ او پر ډاګ مو پریښودم- له نننه وروسته به زه پوهنتون ته راتلای هم نشم، زما له خوا بې ادبي وشوه نو د دې له امله زه له تاسې بخښنه غواړم، دا زړه راښکونکې منظره څه وه چې د خلکو له سترګو اوښکې لکه باران روانې وې ټولو د دې نجلې د ایسارولو کوښښ کاوه مګر له دې ورځ وروسته هغه پوهنتون ته رانغله
ژباړه: کمالپوري