ښاغلی عبدالباری جهانی د دوزره اوه لسم میلادی کال، د جنوری میاشت په یولسمه نیته کې ،خوانانو ته دا ښکلی او له مفهومه دکه اظهار وکړ:

"ګرانو ځوانانو! نه سوله د خارجیانو په لاس کي ده او نه خارجیان جنګ ته تر قیامته دوام ورکولای سي. که د افغانستان اولسونه او په تېره بیا ځوانان په یوه ږغ د سولي کولو آواز پورته کړي او سره یو موټی سي د چا پلار جنګ ته دوام نه سي ورکولای. نه سوله له اسمانه را لوېږي، نه اتفاق له اسمانه راځي او د پاچاخان په څېر مشران له اسمان درته رالوېږي. که په دې فکر کی یاست نو دا جنګونه او دا ویرژلي پېښي به خدای مه کړه تر قیامته دوام ولري. که څوک په ریشتیا هم اتفاق او اتحاد غواړي نو زما سره یې نسخه سته او هغن دا چي لومړی خو د مشرقي او مغربي او جنوبي پښتنو مفهومونه او نومونه له منځه وباسی. ورپسې لوی ننګرهار، لوی کندهار او لویه پکتیا لیري کړی. له کنړه تر نیمروزه یو کور وبولی او ټول هغه کسان خپل دښمنان وبولی چي د خبرو څخه یې یوه ذره د نفاق بوی راځي. بیا به تاسي وګوری چي اتفاق ممکن دی او کنه. دا چي ټولو پښتنو زما د ګوندي په جنت کي شعر هر کلی کړی دی د دې معنی دا ده چي تاسي ټول بې اتفاقي بده بولی تاسي ټول اتحاد او ورور ګلوي غواړی نو بیا ولي اتفاق نه راځي. اتفاق معجزه نه فقط ستاسي ټولو همت غواړي."

------------------------------------------

د بین الافغانی صلح په هیله