د مولوی د شعر په اقتفا چی وایی

من محو خدایم و خدا آن منستد
هر سوش مجوئید که در جان منست
سلطان منم و غلط نمایم بشما
گویم که کسی هست که سلطان منست

پښیمانی
زه د خدای په نظارو ورک له پخوا یم
دې بیدیا کی سرګردانه په هر خوا یم
که سلطان د ټول شاهانو مقرر شم
زه چی نه کبر نه غرور لرم ګدا یم
هیڅ بقا اوس د دوستۍ او ورورۍ نشته
په هر لاره چی روان یم یک تنها یم
شاعران یی په شعرونو کی چی بولی
زه دهغه له لویه زات هر وخت فدا یم
چی می ښه کړل هر یو کس راسره جنګ ؤ
اوس غوږونه می آرام دي چی رسوا یم
په مسجد پسی چی هر وخت ګرځیدم زه
اوس په خپله هم مسجد هم کربلا یم
په هر لوری هر دهری چی نن بلا ده
د دهریانو په مجلس کی بیا ملا یم
زه خالد له هر یو کسه عذر غواړم
شرمنده، خجل له هرچا په واویلا یم


سمیع الله خالد سهاک
۲۰۱۷/۰۷/۰۷
مونتری، کالیفورنیا