د اختر ورځې تر عنوان لاندی د ښاغلی محترم انجنیر عبدالوکیل متین یو شعر وړاندی کیږی.
"
د اختر ورځې
تیریږي رپ د سترګو کی کلونه ځي راځي
ماتم او ښادی نه غواړي وختونه ځيراځي
اختر مو مبارک شه ورونو خویندو افغانانو
درشل ته د هر یو مې سلامونه ځي راځي
خالی یې غیږه نشوه له تنکو تنکو ځوانانو
دې خاوری د احمد ته غیرتونه ځي راځي
د چـا له پټـه سـره د حیـا پوړنۍ کـوز شو
د چا بې پتې غاړې ته هـارونه ځي داځي
په اوښکو کې لمدې کړلی نکریزې کوڼډې ناوې
د وخت مبارکۍ ته سره لاسونه ځـي راځي
اختر کی رانه ورک شولې زما ورکه لالیه!
وستل ته دې همزولی سره ګلونه ځي راځي
اختر دی مبارک وی د هغـوی چې یې مزار ته
تسبیح د تـړمـو اوښکو د رودونـو ځي راځي
شرنګا د زولـنو به آخر ټـول کانـدې را ویښ
کوڅو ته دې ویدو چې ځنځیرونه ځي راځي
ځئ ټول په یو وحدت شو په خاطر د شهیدانو
بیا پریږدئ رقیبان چی پری غمونه ځي راځي
هر ځل چی نسیم راشي معطر وی په عطرونوو
وطن د متین زړه ته می عطرونه ځي راځي"
-------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما