څنګه چی لمر د ځمکې سر ونیسي
داسې مې زړه د یار نظر ونیسي
 
د ناز خبرې دې په زړه لیکمه
خو پیغورونه مې ټټر ونیسي
 
د مکرجنو سترګو خیال دې ساته
زما به روغ بدن پرهر ونیسي
 
د جینکو زړګي له کاڼو جوړ دي
چې يو يې مړ شي بل دلبر ونیسي
 
زاهد داستا په مينه ستايي رقيب
ځکه يې پښې ستا په خاطر ونيسي