په زلفــو کـښــې مې ونغـاړه راګــوره لـکه شــپه
له سپــينو سـتورو ډکه شه سمسـوره لکه شــپه
آرامه مــې په ســترګــو غــوړېدلــه لکــه خــوب
په خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه
حيا يې پښـتنه ده په حيجاب کــښې ده نغښــتلې
خـاونده ته يـې مه کاندې سـرتـوره لکــه شــپه
رانجه د لـيونۍ مينــې يې څکلــي وؤ نشــه وه
په غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شـپه
د ستورو په چشمو کښې نظـر واچـوه تـر لرې
په شپې پسـې کاروانه غلــي ګـوره لکـه شــپه
14.07.2009
- محمدحنيف حيران
نن مې په مور باندې قيامت تېرومپلار ته مې هم ښه ډېر کارونه ګورمغواړم چې بېرته شم ماشوم له سره پاک له ګناه بيخي معصوم له سرهځمه چې نن ښه ډېر جنګونه راوړمد چا خولۍ د چا ټيکری څېرې کړمله چا څپلۍ له چا بوټونه راوړمنن چې مې مور ښه تک سپين ولمبويپه سر خپل لاس د ترحم راتېر کړيپاکې جامې راته راواغونديسر راته غوړ کړي د شړشم په تېلوسترګې راتورې کړي لکۍ ورکړياو قاعده په لاس...
18.07.2009
- محمدحنيف حيران
راليږونکی : نبيله غزل ټليفونشميره: برېښناليکپته: nabila.ghazal@yahoo.com سرليک: ټپه ايزې نېټه: 18.07.2009 15:27ټپه ايزې زړه به مې خپل اوبه اوبه کړم ته چې خفه شې زه به څه کړم زما قسم دی بيا به نه کړم په خوله به جنګ درسره وکړه د بڼو لاندې به زارۍ درته کومه پرېږده چې سترګې کړمه تورې ولې غوسه غوسه راګورې له تا نه ځار ادکۍ مورې زما...