ښه راته غوسه شوې بېرته غلې شوې
نن راته له ټولې دنيا ښکلې شوې
مړه نکړې احساس د جفا مړه نه کړې
ويښه وې په ويښه خوبولې شوې
نن دې که وژلی نو وژی دې شوم
نن دې راکتل خو پښه نيولې شوې
نور به مې لېمو نه وينې ورغړي
اوښکې خو هماغه وې چې تلې شوې
عشق کې تش مجنون ته ورتلل پاتې دي
نورې مرحلې خو مکملې شوې
لاره د آدم ( ع) يې رانه ورکه کړه
جوړې ترې اويازره اوس ډلې شوې
سم به مې له رنګ سره يو رنګې شي
ښه ده چې په زړه مې لمبې بلې شوې
هروخت به زه لمونځ جامو کې څنګه کړم
خدايه پاکه اوښکې که ناولې شوې.