ستا د هجران د پېـــــــچ اوخم پــــــه لاره
خورم تېندکونه لا اوس هـــــم پــــــه لاره
د خدای بې لارې خلک نـــــه ســــــميږي
څو چې يې خدای نکړي راســــم په لاره
راته راياد شي غنمرنګ جانـــــــــان مې
چې چــــرته ووينـــــــم غنـــــــم پــــــــــه لاره
مجبور دي خلک اوس بې لارې لاړ شي
ځکه چې ښــــخ دی هر ځــــــای بم په لاره
ستاســـــو د چـــــم لاره خــــــــطا شي رانه
زه چـــــې هــــــواس راټــــــولـــــــوم په لاره
ماته د زمکې د درد هم احســـــــاس وي
تل چـــــــې زه اخــــــلمه قــــــــدم پـــــه لاره
راتـــــــه د وينـــــو غوښــــــو وږم راځــــي
چـــــې ځــــــم کابـــــل ته د تورخم په لاره.
تر تا درتــــــګ لکه عــــــــذاب د دوزخ
چې ژوندی کېږم بېـــــرته مــــــرم په لاره
د ژوند تر پايه مې د بــــخت پــــه شانې
هېڅوک پېدا نه شــــو همــــــــدم په لاره
يوه ناليــــدلـــــې ښـــــــکلا ورکــــــه رانه
دا ښکـــــته پـــــورتـــــــه ځکه ځم په لاره
د تريخ نظر زهـــــر هـــــم مــــــۍ داسې و
حيرانه ټول به ځنــــــګېــــدم پـــــــــه لاره.