مۍ پکې زاړه پراته پیالې بدلې شویدي
هغه لیونتوب دی زولنې بدلې شویدي
بیا چې د جانان د زړه کوڅې بدلې شویدي
زمونږ د قسمتونو فیصلې بدلې شویدي
اوس مې هم اوسیږي داحساس په شور وشر کې تل
هسې مې دسترګو هنګا مې بدلې شویدي
ونغاړه ښکلا د تغافل په حجا بونو کې
پام کړه د جنون مې ارادې بدلې شویدي
مو نږ خو لا اشنا د زړه فانوس درته نیولی دی
ستا داورورین حسن لمبې بدلې شویدي
بیا هغه قاتل هغه سزا هغه مقتل وطن
هسې مو دقتل بها نې بدلې شویدي
مینه يې ( حسنه ) داشنا چې طوفاني نکړه
ستاد لیونی نظر څپې بدلې شویدي
ډاکتر حسن-پیښور ١٤/٣/٢٠٠٩

A