څرخي يې نازونه په انکار انکار خبرو کې
ته وا ګلان رپي نري باد ته په ډبرو کې
ستا د محبت ملاتړ لرو چې ځو د اور په لار
ګوره جنګيالي هم څه نه څه ډاډه وي زغرو کې
پاڅه حوصله ددرد په وړاندې ځوانه ! مه بايله
ژوند دى سړى لويږي د حالاتو په ژورو کې
ښار به سندريز سړي په لاس لري منمه خو
يو نيم شرنګيدلى شاعر هم شته په نښترو کې
ناست چې د پرهر رڼا ته بيا جلان يوازې دى
تار د چا د مينې غزوي به په سندرو کې
١٧ سلواغه ١٣٨٧
کابل نوا راډيو
سيدجيلاني جلان
15.02.2009
- محمدحنيف حيران
ستړى د مـــودو يمـــه دمــــــه مــې كـــړه غيږه كې مې ونيسه ويـــده مـــې كـــړه
لاس دې كــړه چاپي رزما له غاړې نـــــــهورك مې كړه له ځــانه او لمبــه مـې كړه
سترګـوتــه دې يـــوسلايي بس يمــــــــهتا خويوځل تورمې كړه رانجـه مې كـړه
يوځلې راوګـــــوره پــــــه سروسترګــــــوسم خمارخمار نشه نشه مـــــــــــــــې كـــړه
بس زه احساس به دى نورڅـــــ...
16.02.2009
- محمدحنيف حيران
درنو لوستونکو مينه او سلامونه يو ځل بيا مو تاسې ته يو ځوان شاعر ليکوال ، د نوي او د يو ځوان شعر ( ټپيزو ) ليکونکی ډاکتر محمد حنيف حيران تاسې لپاره ګړولی دی ، ډاکتر صيب هم د ټپيزو په شعر ښه پراخه خبرې راته کړي دي ، هيله لرو چې د ډاکتر صيب سره مرکه مو د پام وړ و ګرځي په مينه : بهيروالمحمدحنيف حيران توتاخېل د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی په ١٩٧٧ ء کال د مش په کلي کې د موسی رح...