نور دې غم غلطـــــــولو تــــه لار ګـــــــــورم
بس دی ځمه مېخانې ته يو کار ګــــــــورم
د يوه ملت دعا تــــــرې قـــــوم ته غــــــواړم
په هوا کې پاس د زاڼــــــو کتــــــــــار ګورم
کنــــــــــډولی مې د زړګــــــي ورته نيــــولی
غرونه غــــرونـــه يـې لېمو کې خمار ګورم
له نګهته په رڼو ســــــــترګو خونـــــــد اخلم
اوس چې ګل ته لاس وروړمه نو خار ګورم
چې به ما او ورور په ګډه دښمن ويشت پرې
له دښــــــمن سره اوس هغـــــه اوزار ګـــــــورم
د راتلونکې تورې شپې انځور پکــــــــې وي
آيينه کې چې اوس مخ ته سهـــــار ګــــــــــورم
خپل وطن باندې خپل نوم اېـــــــښودی نشي
له پښتون سره بس دومره اخـــــتيار ګــــــــورم
خدای دې مينه بې بهـــــــــــــــا راکړي  حــيرانه
نــــه بــــــه دُر نــــــه بــــــه ګــــوهر او دينار ګورم.
            
                پېښور_٠٧-٠٢- ٢٠٠٩