داچې لرې اننګي ښکلي
صفت دې کيږي په ټول کلي
درنه مې اور وجود اخلي
زما د زړه وينې دې څکلي
ځکه دې شونډې د لالون ورنګ لرينه
څوک مې چې نوم دجانان ياد کړي
زړه مې نری نری فرياد کړي
رب درقيب ظالم ناښاد کړي
کابل دې بيا الله اباد کړي
چې پکې کيږي د مئينو دېدنونه
چاوې چې عشق کول ثواب
اوښکومې يوړمه سېلاب دی
الله دبچ ساته درياب دی
صورت مې وچ لکه رباب دی
زړه مې شهباز دی اندېښنې پرې غږومه
29.01.2009
- محمدحنيف حيران
انور شاهين خانخېلshaheenkhankhel@hotmail.comد لبنان په ٣٣ ورځني جنګ کښې د حزب الله غورځنګ په لاس د صهيونېسټ رژيم له ماتې او شکست نه پس دغه رژيم يو ځل بياد غزې په ٢٢ ورځني جنګ کښې هم د حماس غورځنګ په لاس ماتې او شکست وزغمۀ. او په دغو دواړو جنګونو کښې نه يوازې دا خبره ثابته شوه چې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او خطرناکې اېټـمي وسلې او جديده ټېکنالوجي د ايمان د طاقت په وړاندې هيڅ ارزښت نه لري....
31.01.2009
- محمدحنيف حيران
ما ويل چې زه به مې د ژوند تر پايهتا سره مينه كومتا به په زړه كې ساتمستا به نازونه وړمهټول بيګارونه وړمهله تا كه لرې هم يمزړه به مې ستا لاس كې ويچې هر څه پېښ شي په ماتا به دستي خبرومخو ستا خويونو زمازړه ته داغونه وركړلڅه بېوفا غوندې وېته د هر چا غوندې وېنو زه مې زړه صبرومځان سره داسې وايم:ما وېل يواځې زما يار يېد اختر ټال يې هر سړى دې زنګوينه ...