راليږونکی :نسیم ستوری
د راليږونکي پته :pakhtyan_stori@hotmail.com
نيټه : 27-01-2009
دجهان په نقشه
نسیم ستوری
په ژوند نن خوشحالې ده چې دا نوم رسمې اعلان شو
د میـنې ګلستان کـې دغـه نــوم مــو د خپل ځان شو
زخمې زړګی د قام شو په دې نوم باندې ټکور اوس
ژوندون د خپلواکۍ کې چې دا نوم د خپل جانان شو
نــېـکـمـرغــه دا نــامــه ده مـــبــــارک او بــخـــتــوره
ښـایـست ښـکلا ګـډیـږی محبت کور هم ودان شو
جـونـګـړه د پښـتـون تـل د تـاریـخ پاڼې عـنوان هـم
قامونو سره سیال شو چې دا نوم د زړه درمـان شو
تړون د محـبت ؤ پښـتونـخـوا نـوم چـې رسمې شو
په نوم د خپلې خاورې تل خپل نوم هم ترجمان شو
نسیم ستوري به تل هم په خـوبـونــو کـې لـیــدلــه
د خوب لیدل رښتیا اوس په نقشه کې د جهان شو
27.01.2009
- محمدحنيف حيران
دنګه ځواني زما د خـــوښـــــــې د يارانې دې ټـــــــــولې نــــــــښېدرپسې ويلې مې شوې غوښېزما خـــالـــــونه دا ستــــــــــا زخېزما خو خوښ يې وايه تاتــه څنــــــګه يمــــه
ژړا د زړه خنـــدل د سترګودعا د زړه کنځل د سترګوګناه د زړه ژړل د ســـــترګومينه د زړه ليدل د ســترګولاس اچول خو د کم عقلو خـــــلکو وينـــــــــه
راسره نشتــــــه يار په خوا کېجوړې مې شوې په زړه تڼاکېتل يادوم...
29.01.2009
- محمدحنيف حيران
ياران دې وايي چې موږ ښه وو موږ خیانت نه کاوه خو دوی کې چا په ارمانونو تجارت نه کاوه ؟ دوی سوداګر وو، دوی په هر یو کار کې ګټه غوښته .دوی میئن نه وو، دوی له زړه نه محبت نه کاوه یو څو پردیو د ښار واړه ډېوې ځکه مړې کړې چې يي پاچا د چا په زوړنو حکومت نه کاوه مونږه لېدل چې له سرونو نه شملې پرېوزي د سپین زړي خلک وو ناحقه مو تومت نه کاوه زموږ په کلي د اوښکو کمی هیڅ نه راتلو خو بس غنمو په کندو کې برکت نه کا...