له ډېرو ورځو راهيسې چې زه انټرنېټ ته کېنم؛ نو ګورم، چې ګران جلال امرخېل هم تيار پر ليکه وي، زما او د امرخېل داسې شاعرانه مجلس وي، چې مه پرې غږېږه، چې هغه نه وي پر ليکه زما زړه نه لګيږي او چې زه نه يم؛ نو هغه بيا نو دومره نازونه کوي، دومره احسان راباندې واړوي، چې ماته يې وړل ګران وي.
_ له سحر راهيسې درته انتظار يم او ورځ راباندې کال شو .....داسې او داسې.
عجيبه خبره داده، چې موږ دواړه په يو بل باندې په ناليدلي مخ مينان يو؛ خو دوستي او انډيوالي مو دومره پخه ده، چې ته به وايې که ټول عمر مو يو ځای سره تېر کړی دی.
امرخېل دا څو ورځې راته ويل، چې راځه يوه پر ليکه في البديه طرحي مشاعره وکړو. مشاعره نه زه خو وايم، چې سم يې مسابقې ته زړه و. ما ورته ويل چې ګوره ته ډېر حاضر ځوابه يې، زه نه شم کولی چې له تاسره مقابله وکړم؛ خو بيا مې هم د هغه خبره ماته نکړه او يو څه مو سره غوټه کړل،
اصل کې خبره داوه، چې څو ورځې وړاندې امرخېل زما په يو تکيه کلام ( څه چل وکه کنه) باندې يو غزل ليکلی و، بيا الهام هم يو غزل پرې وليکه، نه پوهېږم، چې دابه چا ورته ويلي وي، يا به يې د خبرو په جريان کې ورته پام شوی وي؛ خو خيرخوا صاحب راته څو ورځې وړاندې له يو ځای نه فون وکړ، چې ستا خو يو بل تکيه کلام هم موږ کشف کړ. ما ويل کوم تکيه کلام ويل يې، چې ( مه موخرابوه يا ښه دې خراب کړو) ويل مې شاباش تکړه شئ زما خو ډېر تکيه کلامونه دي تاسې هم د امرخيل په څېر غزلې پرې وليکئ اوس مې چې دا لومړۍ مطلع د شعر وليده نو له ځان سره مې فکر وکړ، چې لکه دا تکيه کلام هم امرخېل درنه کشف کړی دی بس خو چې هر څه دي تاسې يې لوستلو ته رابولم.
نه کوي مزه، خرابه شــــــوې ده
اوس مو يارانه، خرابه شوې ده ( امرخېل)
اوس مې ستا تصوير ذهن ته نه راځي
اوس مې حافـــــــظه، خرابه شـــوې ده ( امرخېل)
تا پسې يې ترکه زاره وچاوده
چا ويل آيينه، خرابه شــوې ده ( حيران)
دوی چې څه کوي نو ملامت نه دي
مونږه نه کيسه، خرابه شـــــــــوې ده ( امرخېل)
ته او پسرلی چې دواړه تللي ياست
هره تماشـــــــه، خرابه شــــــــــوې ده ( حيران)
بې له تانه ژوند راڅخه نه کېده
بيا رانه توبه، خرابه شــــوې ده ( حيران)
هر چاته د زړه خبره مــه کوه
ګوره زمانه، خرابه شوې ده ( امرخېل)
نن په مخه مه راځه خراب به شو
نن مې اراده، خرابـــــــه شوې ده ( امرخېل)
ماته که کافر وايې زاهده نو
بيا دې عقيده، خرابه شوې ده ( امرخېل)
ما به چې دسمال د عقيدت ورووړ
هاغه هديره، خرابـــــه شـــــــــوې ده ( حيران)
مخکې يې حيرانه ستا نوم نه اخيست
اوس درپــــــسې ښه، خرابه شـــــوې ده ( حيران)
پرېږده ملاجــــــــانه چې اختر وکړم
اوس خو مې روژه، خرابه شوې ده. ( حيران)
اوس دې نو نازونه دومره وړاي نشم
اوس مې حوصــــــــله، خرابه شوې ده. ( حيران)
نن دې په غــــــذب راته ونه کتل
نن ورځ مې نشه، خرابه شوې ده ( حيران)