راليږونکی :abdulwasi tasal
د راليږونکي پته :sajid.bahar@yahoo.com
نيټه : 26-12-2008
غزل
دنظر جنګ کې مې نغاړه لکه ســـــــــــوله
راکه تکه سپيـــــــــــــنه غاړه لکه ســـــــوله
څنګ تر څنګه دګلپاڼو تر څنګ ناست يو
نن خو زه اوته يو دواړه لــــــــــــکه ســـــوله
پر ډيوه يې کور کې جنګ دی ورته ژاړي
پاس پر بام سپوږمۍ ولاړه لکه ســــــــوله
له غوسې نه سور رقيب چې راښکاره شو
نو نجلۍ مې له څنګ لاړه لکه ســـــــــوله
چې په جنګ کې مې بنګړي درنه ماتيږي
کله،کله راتــــــــــــه ژاړه لــــکه ســـــــولــــه
چې تسل پکې ارمان د ميــــــــــنې کاندي
په غزل باندې يې وياړه لــــــــکه ســــــوله
عبدالواسع تسل خوست