زړه ته مې له کومې لاري لوېږي ښکلاګانې
دخيال په دونياګۍ مې راورېږي ښکلاګانې
اميدلرم کابـــــــــــــــــله ابراهيم غوندې به تاته
اورونو د نمرود کې راټوکېـــــــــږي ښکلاګانې
دزړه په شنه اېلبند مې دغم سپينې رمې څري
بس سم يې شنه اسمان ته ورته کيږي ښکلاګانې
مونږه خو په ورد د ښکلاګانوشونډي وچې کړې
حيران يم د دې خلکو نه خوښېږي ښکلاګانې
ته سوال کوه غزله چې ( ريان ) درته ژوندى وي
په هره قافــــــــــيه به دې نڅېږي ښـــــــکلاګانې