څــــه عجبـــــــه ده څــومره زر د سړي زړه پرې کوي
دغــــه ســــــــاده ساده نــــــظر دسړي زړه پرې کوي
ناز د موسکا د ګل په لاس کې ګرځوي زړه پسې
پيمــــــــخي داسې پــــــه هنر د سړي زړه پرې کوي
دا تــــــــورې څڼې او دا ځوانه کليــــــــــواله ښــکلا
هر مـــــازديګر هر مازديګر د سړي زړه پرې کوي
اوس مې هــــــوس هم د باور په قــــــــــدم نه ورولي
ځــــــــکه باور هـــــــــــــم ناخبرد سړي زړه پرې کوي
جــــــــــــــلانه ! ته خو داوږدو باڼـــــــــــو خبرې کوې
دغه چـــــــــــــاړې دغه خنــجرد سړي زړه پرې کوي
»»»
سيدجيلاني جلان
١٩ لړم ١٣٨٧
کابل نوا راډيو
27.11.2008
- محمدحنيف حيران
دژوند ډېری وخت مي په متحده اماراتو او نورو بحرنیو هېوادونو کي تېر شو، او له خپلي ګراني مېني څخه لیري پاته شوی وم ، ډېره مي تلوسه درلوده ترڅو خپل ګران هېواد ، پسله ډېره وخته ووینم ، او خپل تږې تنده باندي ماته کړم .هو ، په دې ورستیو کي مي دهغو شېبو احساس کاوه ، کوم چي مي پخوا کاوه .بلې !هم هغه احسا س چي ګواګي په نژدې راتلونکي کي به خپل ګران ټاټوبي ته ستنېږم .کمپیوټرراته چالانده وو ، او زه هم په چورتونو کي ډوب وم ، چي کله به خپله مېنه وینم ، په دې چورتو نو کي وم، چي...
28.11.2008
- محمدحنيف حيران
په انداز کې د نــــــــظر هم ډېر قـــــــــوت ويځينو سترګو کې بلا زيات شـــــــــرارت ويد جهان کينې ترې ځار شه، صـــــدقه شــــــــهمحـــــبت خو محـــــــــبت وي، محبــــــت ويلـــــــــــــېونی يم چې له تانه زه ګيلــــــــــې کړمبده ورځ به زما برخــــــــه وي قسمــــــــــــت ويوينې وينې سېلابونه، غرونه غرونه د سرونونور دې ووايي چې څه ته يې حاجـــــــــــت ويرهبـــــــري يــــــې له شــــــــاعره ســــــــره بويـــــهپه دنيا کې که رښــــــــــــت...