
له ښي لوري: محمدحنيف حيران، عمردراز مروت او احسان الله درمل
مرګ که کار زموږ د ژوند تمام کړي نور به څه وکړي
هسې به په مړو ځان بد نام کړي نور به څـــــــــه وکړي
خاورې مې ساقي ته د پښتون خمار غرور مـــــــه شه
مړه خو نسکور به راته جام کړي نور به څه وکــــړي
خير د رقيبانو په پخه ميــــــــــــــــــنه کې غواړمــــــــه
ښه ده خپل ځانونه خو به خام کړي نور به څه وکړي
غله د هوس هم د خپل ښايست لـــــــــه ښاره مه شړه
رادې شي خپل زړونه به ليلام کړي نور به څه وکړي
څومره چې ياران خاورې زما په نامـــــــــــــــــه اړوي
خپله به د خلکو راته پام کړي نور به څه وکـــــــړي
ښکلی که هر دم زړه ماتوي زما پر ما يې څــــــــــه
کم به د خپل حٌسن يو غلام کړي نور به څه وکړي.
16.10.2008
- محمدحنيف حيران
خــيروكــــــړې جانان راســــره جنګ كويتـه وا ټـــــــــول جـهان راســـره جنګ كوي
ياد به دې وي زما انديــــښــنه پرځـــاې وهنه ګــورې افغان راســـــــــــره جنګ كوي
ايښــي مي وســــــله ورته په زمــــــكه دهځـــــــكه چـــې وجدان راســره جنګ كوي
زه يم لېونی، که دوی دي لېــــــــــــــــــــــــوني؟ولې دا ياران راسره جنــــــــــــــــــــګ كوي؟
خــــوب كې له مـــغل ســـــــــــــره ولاړ يمهراشي خوشــــحال خان راسره جنګ كوي...
22.10.2008
- محمدحنيف حيران
شکر چې ستا د زمانې ســـــــړی يمپه تا مين يم ستا نږدې ســـــــړی يمپه هغه دغه دې ډېر نه پوهېــــــــــږمجانانه زه د يوې کيسې سړی يــــــماوس رانه دومره نظر مه تېـــــــــــروهاوس د پنځو اوس د حجرې سړی يمستا په لېمو کې ښکلا لوستی شمهکه يم نالوستی د بانډې ســـــــــړی يمته چې مې نه غواړې جدا کيـــسه دهګني اشنا د يارانې ســــــــــړی يـــــــــمژوند د دښمن يو امانت ګـــــڼي بس زه د يوې داسې قبيلې ســــــــړی يم....