دفطرت ښکلی غزل
ګني نور خوفطرت ياره ســـــــــم سړی دی
مرګ او ژوند مې دي همدوي پورې تړلي
يو يې ياد دی،يوه ميـــــــــنه ده يو دی دی
ښه شوه تادرقيب مخکـــــې په جار وويل
له محفله دې دی ووځــــــــــــــي پردی دی
پردي غم ته پردی نه وايمه ځــــــــــــــــــکه
چې انسان يمه سينه کې مې زړګــی دی
بې له ما يې ګوزاره نه شي راځــــــــي به
ځکه زړه کې مې پرې ايښی ورته ځای دی
مينه،حسن،وفا يوښکلي کــــــې نه وي
بنده وي هميش نيمګړی پوره خدای دی
نه مې هسکه شمله ټيټه شوه فـــــــطرته
نه دبل پښوته ټيټ شوی مې تنــدی دی