ستا اختر
ګرانی نن می ستا اختر ته څه ډالۍ را وړيدي
دا داوښکو له ګلۍ می غاړکۍ راوړيدي
د زړه د بټی لاندی می د ستا د ظلم اور دي
زخمونه وريت شوی ما پلۍ راوړيدي
باڼه د شوخو سترګو د که بيرته رانه واخلي
له تل د زخمی زړه نه می ګيډی راوړيدي
ګريوان می خپله ګڼډم ليونی می ولی بولې
له تار او له دا ستنو می قطۍ راوړيدي
د زړه بازار می وران دی جز باروت پکښی خرڅيږی
د چا توپ او طياره ده چا مرمۍ راوړيدي
وصال می ستا نوش نکړ په هجران کی د کړيږم
لکه شمع سری لمبی می په کوپړۍ راوړيدي
خپل ځان به صدقه کړم ستا له يو لحظی خندا نه
ما می ټولی ارزو ګانی سپيلنۍ راوړيدي
که د شونډوشراب راکړی دا د سروسترګو په جام کې
خوار حفيظ مليار عزرونه په زولۍ راوړيدي
عبدالحفيظ مليار ساپی ويانا اتريش
25.09.2008
- محمدحنيف حيران
سره اننګي سرې شونډېياره څه لرې شـــــــــونډې!موړ په يو ځل نشــــــومهراکه څو پېرې شـــونډېوايي زه شرمېږمـــــــــــــــهته چې رانه خورې شونډېرنګ يې تکــه زېړ اوړياخلمه چې ترې شـــونډېخواته مې لنډ نه پرېږديګرځمه سپېرې شونډېهر مين چې ګورمـــــــــهچاودې چاودې پرې شونډېشونډې زما تا غــــــــواړيستا کاندي ښېرې شونډېوخانده شرف ته بيــــــــــــابيا دې که خپرې شونډې....
26.09.2008
- محمدحنيف حيران
حکومت خلکوته کارنه کوي خلک پرحکومت کارکوي پوهان تقویم الحق کاکا خېلترټولوښه حکومت په زړونوواک اوسلطنت چلول دي ناپلیون ولسواکي (ډیموکراسي )یانې دټولنې حکومت دټولنې له خوا دټولنې لپاره ابراهیم لنکن په نړۍ کې یوډیکټاټور هم دواک پرګدۍ ناست نه دی مګر هغه وخت چې دخپلې ماڼۍ دیوالونه یې دخلکوپه وینوسره کړي ...