راليږونکی :qwertyuio
د راليږونکي پته :asdfghj@yahoo.com
نيټه : 09-09-2008
نه د چا په پله مې پل ږدم شکر نه د چا احسان شته
خپله بیله لاره کاږم نه څاروان نه مې کاروان شته

دا سړی وچ په سر وله دا جاســــــوس د پیرنګیانو
زیمه واره د خون زه یم پرې فتوا د پاک قران شته

په دې ټول اتڼ کې دا چې د لمـــــــبې په شان تاویږي
دا ضرورڅوک غرنی دی ښارکې کله داسې ځوان شته

د څلورو دیوالونو مینځ کې ناسته د خپل کور یم
بیا مې هم درز د سندرو په څلور کونجه جهان شته

څه په تا که ها زیړ څڼې جینــــــــــۍ کړې وي نو کوډې
زما رومال لا په جنډې کې هم تکیه مې په لوی ځوان شته