راليږونکی :محمدعلی عمری
د راليږونکي پته :m.ali.omure@gmail.com
نيټه : 22-08-2008
غزل
ورځ می شپه سوه چی په لوری زما راغله
دیار غم وو لکه توره بلا راغـــــــــــــــــــــله
په کوم لوری به ترې ځان ژغورم دتلــــــلو
دقسمت لوبه له مخ او له شا راغلـــــــــــه
ورته کوز به دحســــــــــــــینو وي سرونه
که دبخت ستاره مخ ته دچـــــــــــا راغله
دا چی اوري می پر مخ باران داوښکو
زما دفکر په اسمان کی خو بیا راغله
شېخه هیر به دي اذکار شي که دې مخته
پښتنه دجنت حوره پر خوا راغــــــــــله
څه ازارمی دئ اخیستئ نه پوهیږم
چی لړۍ زما پر عمر سیاه راغلــــــه
عمری او بخت خو دومره سره لــــــرې
لکه څوک چی وای ځوانی دبوډا راغله
په پښتنه مینه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.omure@gmail.com
22.08.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :emalد راليږونکي پته :stori@kabirstori.comنيټه : 22-08-2008ډاکتر کبیر ستورید ادب ساپوهنهپښتانه واړه سره یو دیورک دی اغیار شي چې به دوی جداکوینه
شعراو شاعر : شعر یوازی د ادب یوه برخه نده بلکه د پخوانیو پيښو او مالوماتو د لاس ته راوستلو یوه مهمه وسیله هم ده ځکه چې زیاتره هغه لرغونی اثار چې زمونږ تاریخ پيژندونکی پری استناد کوی د شعربڼه لری. ددی خبری ښه شاهدان د «اویستا» او «ریګویدا» لرغونی کتابونه دی. د غه کتابونه بل شی ندی، بلکه د هغه وخت د خلکو یانی د...
22.08.2008
- محمدحنيف حيران
راليږونکی :gull mohammad aryobiد راليږونکي پته :aryobi11@gmail.comنيټه : 21-08-2008زمونږ پېغلې پښتنې دصبرڅليلري سترې حوصلې د صبرځلي سم دزړه غوندې جانان په زړه کې ساتيخويې نه راوړي په خولې د صبر ځلي ګل محمد اريوبي
...