یو مو شپې دماتم تور څادراغوستی
بل کفن مو درڼا سحر اغوستی
میلمانه یې زعفراني خالونه بیا دي
زیړ لباس دمازدیګر ګودر اغوستی
قصیدې دځوانیمرګو هیلو وایم
هسې شعر مې سندریز هنر اغوستی
اوښکې مه څڅوه یاره اوس به وچوي
ګور زړه مې حبابي ټټر اغوستی
زما دزړه پوښتنه ولې کړې له مانه
چې هرشعر مې د ائنې جوهر اغوستی
دا يې ته په سره سالوکې وې لیدلې
چې مې درد دزړګي سور پرهر اغوستی
د سپند غوندې فریاد دمودو باسي
پریږده زړه مې دلمبو مجمر اغوستی
په نظر دهنرمندو يې پړک لګي
که صدف مې دغزل ګوهر اغوستی
د بیدیا کاڼې پرې دړې وړې مات کړئ
( حسن) اوس دلیونتوب سپر اغوستی

ډاکتر حسن-لندن ٢١/٨/٢٠٠٨