د عشق له نوره ډک دي راڼه ســــتوري په ما ګران
شهيده ياره ستا د نامه تــــــــوري په ما ګــــــــــران
ويل يې دومره ډېر شو، ته وې اســــــــم اعظم دی
تســــــــبو سره له هرې ژبـــــــې اوري په ما ګـــــــران
شمال شي په شنو پاڼو کې پيداشي رانه ورک شي
تصوير دې د ګلاب څانـــګه کې ښوري په ما ګران
ايله خو اوس د خرپ شومه چې دا جلالي زړه مې
ای غواړي رانه ستا د وصــــال سيوري په ما ګران
دا زړه به اوس نا څيزه ډالۍ ورکړمــــــــــه بدل کې
خيرخوا چې دا خواږه خواږه راګوري په ما ګران.