دا

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دا چې څه  چل  دی چې فتنه او فساد نه ختميږي
پسې اوږديږي د جنګونو مېعاد نه ختــــــــــميږي
هم د واعظ په زړه کې اورد جهاد نه ختميـــــــــږي
که دابه بل اوسي تر څو چې  مواد نه ختميــــــــږي
دا چې  زموږ جرم سنګين  دی  که نه زړه د دښمن
سرونه ختم شول غوسه د  جلاد نه ختميـــــــــــــږي
د انتظار بلا بلا شــــــــــــــــــــوګېرو  ووهلـــــــــــــــم
خو څو لمحې مې دې جانانـــه  له يادختميــــــږي
جانان د غم او ما د زغم مظاهره  ښـــــــــــــــه وکړه
ما په جانان، جانان په ما اعتماد نه  ختمــــــيږي
موږ له کـــــــــــــــــورونو کلو ووتــــــــــلو لرې لاړو
خو سرحدونه د جنون د هېواد نه ختميـــــــــــږي
ستورو او ما که کړۍ  شپه  له سترګو وباســـله
خو لا مې بحث د ضمير د نقاد نه ختميــــــــــږي
جذبه تسنيمه د کرم، ستم محتاجــــــــــــه نه وي
څو چې يې پور د محبت نه دی زباد نه ختميږي.