چې تر داره تلل مــې زده دي تــر سنــګساره تلل مې زده دي
بيـــا نو يــــاره پــــوري تلې شـــم او تر ياره تلل مې زده دي
سنـــدرمـــاري ښـــاپيرۍ به تــــر نه خپــلې کـــــړمه ډيـرې
د سنــــدرو تــــر دې ښـــکلي ،ښــکلي ښـاره تلل مې زده دي
د ثــــواب په نيــت بــه اخـــــلم يو څـــو ښــکلي ګنـــــــاهونه
تر سـرو شونډو پـورې تلى شم تـــر رخساره تلل مې زده دي
د هنــــر ښــــکلوکـــي غـــرونه مـــې قـــدم تــــه ويلې شوي
غــــلامــي بــه مې نغــمې کــړي تر سيتاره تلل مې زده دي
د يـــو چـــا ښــــکلو ليمــــو کــې لار منـــدلې انديښـــمن ده
په الفت کــــې د الله تـــر لـــوى دربــاره تـلل مــــــې زده دي
22.07.2008
- محمدحنيف حيران
نورخو به ســـــتړې يي دمه وبا ســـه دخــــداې لــــــپاره بس توبه وبا ســـه
که زمــوږ روغه د پكاروي رښـــتيابادشــاه له مـــنځه مو وسله وبا سه
بيګا ته شپه يي څلويښتمه شپه دهپه شهيد زوې پـــــسې خــوژه وبا سه
د بري تــــوغ راڅــــخه وړي نژدې دهمــلالې ژرراشــــــه ټپه وبا ســــــــــــه
بس ده جــــانانه ملامــت دې زه يمخــــوته له زړه...
22.07.2008
- محمدحنيف حيران
خبرتياکاروان ادبي ټولنه او په کابل کې د میډیوټیک دفتر په پام کې لري چېد هیواد ځوان او نوښتګر شاعر سیدجیلاني جلان د ګلپاڼواتڼ کتاب د مخ کتنې غونډه جوړه کړي . له فرهنګیانو او ادب مینه والو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې په خپل راتګ غونډه لا ښکلې کړي.
نیټه (۲۸\\۷\\۲۰۰۸) د (۱۳۸۷ د زمري ۷ ) ...وخت :- دوشنبه ورځ مازدیګر ۴:۳۰ بجې پته :- کابل ښار قلعه فتح الله مدینه بازار د میډیوټیک مرکزي دفترد اړیکو شمیره : ۰۷۹۹۵۷۶۷۶۲ ، ۰۷۷۲۱۰۷۶۸۶ ،۰۷۹...