دوزيرستان پر لوري ليک
د راليږونکي پته :asdfghjkl@yahoo.com
نيټه : 21-07-2008
د وزیرستان د تورو غرونو په لور لیک
ته به دکوم غره د ګړنګ د پاسه
د یوې وړې ګورګورې سیوري لاندې
د صلیبیانو د کاروان د راتلو
غلی په څار به وږی تږی ناست وې
یا به کومې خړې پرښې خوا ته
د زیړکۍ په ماشه ګوتې ټینګې
لوی قیامت به دې وي جوړ په دوښمن
په هر یو بیله بیله نښه نیسې
په تیرو تیږو ، په ازغو به ملاست وې
یا به روان وې د نښترو مینځ کې
په تکبیرونو د سنګر په لورې
یا به په مټ دې کوم زخمي ژڼی وي
ستړی به درومې د خپل غر په لورې
یا به د خپلو مجاهدو وروڼو
په مینځ کې ناست وې ترانې به واېې
یا به جګړه نو دومره سخته وي چې
مرګ به نیزدې وي کلیمې به واېې
منم چې ورځ دې له اختره ښکلې
او هره شپه دې ده له قدره لویه
منم چې مخامخ جنت ته ګورې
هره لحظه دې ده له صبر لویه
نو څنګه نه، د غټو سترګو حورې
خود به ضرور ېې له تا زړه وړی وي
بس نو ژوندۍ شیبې خود نه خوښوي
چې داسې ښکلو له چا زړه وړی وي
که ته شهید شوې او تر حورو لاړ شې
ګرانه ، نو هلته به دې څه یاده شم
دلته چې نیمه ورځ لا لرې نه ېې
نه دې کوم لیک شته نه سلام دې راغی
خو زما ټوله ورځ غوږونه څک وي
په منډه ورشم چې څوک ور ټکوي
منې چې هره ورځې پیڅه ډکه
له بر پالیزه سره ګلونه راوړم
په زړه کې وایم نن ضرور به راځي
او دا ګلونه به پرې ټول شیندمه
د سرو دورونه مې په زیري ایښي
ځکه د کلي ماشومانو درته
د لارې سر وي تر ماښام نیولی
بس خدای دې راوله غازي تر کوره
نوره دعاوې رانه ټولې هیرې
بس ستا بری ، او ستا راتله یادوم
۱۲جولای۲۰۰۸