نـــــوم : جوهرګل
تخلص : منګل
دپلارنوم : حاجي ګل « منګل»
زوکــړه : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ميرزکه
کلى : انډوام
کرکه
مينه لــــــــه زړۀ لرې ده دهر سړي
کرکـــــه اوس ملګرې ده د هر سړي
ځـــه مظلومه! هسې نـه تباه دې کړي
زړۀ جوړلـــــه کمرې ده د هر سړي
وجـــــه داده يولــــــه بل نفرت کوي
جنګ پـــــه دې خبرې ده د هر سړي
کرکــــه ده چې وينـه بهوي زمــــــوږ
کـــــور وران ستمګرې ده دهر سړي
اې( جوهره) ! زړۀ چې نرم شوى دى
ستــا پــــه دې غزلې ده د هـــر سړي
نـــــوم : لجمر خان
تخلص : غريبکار
دپلارنوم : سيد خان
زوکــړه : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر نهم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : درګي
کلى : دخي
قــــوم : تڼى
غزل
محبت يې چې پــه مـال او پـه دولت شي
مــــه يې وينـه کــه دا حوره د جنت شي
د مـړو سترګـو پــه څښلو عادت نـــه يم
د شرابــودې کـه څومـره ښـه صفت شي
د ستــــــم خبـــره نـــــــــه منم پښـتو ده
پښتنو خو تـــل جنګونــه پــه غيرت شي
ليونتوب دى ليونتوب دى نــــه پـوهيږي
اللــه هـېر کړي د بنـده پــــه اشارت شي
دا د دوه ورځو ژوندون دى ښه يې پـالـه
خواخربـه دې قسمت د خـاورو څټ شي
(غريبکاره)! طمع مــــه لـره مخلوق تـه
ښـــه هغــــه چې د الله پــه رضايت شي
نـــــوم : تواب جان
تخلص : تواب
دپلارنوم : حاجي جنت ګل
زده کړه : زده کوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ځاځي اريوب
کلى : علي خېل جګه غونډۍ
غزل
دا تــورو تــــورو سترګو په خنجر ويشتلى يــــم
رغېږم زۀ اوس کلــــــه چې دلــــــبر ويشتلى يم
پنجرو دننه پټ چې مې زړګى زخمي زخمي شو
جوړېږم نـــه اشنا ډېر پــــــــــه هنر ويشتلى يم
قطرې مې د سرو وينو له زړګي څخه جدا شوې
جانــــــان خمارو سترګو پــــــــه اثر ويشتلى يم
اشنا د تــورو سترګو څخه غشي را ګوزار کړل
نـــا څاپـــــه مخامخ يې پـــــه ټټر ويشتلى يـــــم
د مېنې پر هرونـه چې زما ګوګل کې جوړ شول
د يـــــــار ملالو سترګو پـــــه ځيګر ويشتلى يم
آهونه فــــــريادونه مې مدام لـــه خولې نه وځي
(توابـه) زه يې سم د زړۀ پــــه سر ويشتلى يــم
نـــــوم : يارمل
تخلص : تيموري
د پلارنوم : ډاکټر سيد حسن
زوکــړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د لسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد ابا
کلــــى : د مچلغو ملا خېل
خپه زړګى
خړوکوڅو خـــــړو کوروتــــه ګورم
خړو باغو خړو بــــاغچو تــــه ګورم
زمـــا زړګى خپه پــــه دې باندې شي
ړنـــــــګو کوڅو او جوماتو ته ګورم
زه بـــــــــه ژړېږم تـــر قيامته پورې
چــې يتيمانـــو البسوتـــــــــــه ګـورم
زما زړګى شي په دې مړاوى مړاوى
چې دا د نن سبـــــا وختوتـــــه ګورم
نه يم خوشال نه بــــــــه خوشاله شمه
چې دادوينو تـــــــويېدو تــــــه ګورم
خپه زړګى بـه مې خوشال په څه شي
چې زه غمجن د غـم نغموتــــه ګورم
دا خپل وطن ګل او ګلزار کـړو بــايد
ځكه «يارمل» يې جوړيدو تــه ګورم
نـــــوم : ښايسته جان
تخلص : احدي
د پلارنوم : حاجي بخت
زوکــړه : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : لژه منګل
کلـــى : شيګړى
دنـــده : د پکتيا د ولايتي شورا وکيل
خدايه خير
دښمنـان راتـــه ډېر زور کړي خدايــــه خير
ګوزارونــــه پـــه هـر لور کړي خدايــه خير
د توپير پــــه کلمه يې ټول بـــر بـــــاد کـړو
اوس سوچونــه نور او نور کړي خدايـه خير
ښايسته جانــه چې تـرې خپله خاوره غواړې
تندى نور راتـــه تک تور کړي خدايـــه خير
اې زمــــا ګرانــــــه وطنه هېر مې نــــه يې
جار زمـــــا د زړۀ ګلشنه هېر مې نـــــه يې
چا پـــــه خپله چا په نورو راتــه وران کړې
زمـــــا پلار نيکـــــه مسکنه هېر مې نـه يې
(ښايسته جان) به سراومال دواړه قربان کړم
ګرانــــــه ستا په زړۀ داغونه هېر مې نه يې
نـــــوم : يار محمد
تخلص : پکتين
دپلارنوم : حاجي نعمت الله
زوکــړه : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې څخه فارغ.
دنــــده : دپکتيا په پوهنتون کې استاد او د شمشاد ټلويزون د سهيل ختيځ زون
خبريال.
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
اوسنى استوګنځى : ګردېز، اتفاق مېنه
چاپ شوي اثار: د ښاپېرۍ ورغوى د قافيې پرتله ، کره کتنه،
نا چاپ اثار: په لسګونو، ادبي او څېړنيزې مقالې....
د پکتيا او پاکتيانيو لرغوني دور ته يوه لنډه کتنه
څنګه چې د مهال د تېرېدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي ،چې د دا ډول بدلونونو اغېزې د يوې ژبې په وييونو ( لغتونو) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاختيا يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده، چې د ارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غځېدلې وه او څومره لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقعيت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغيير موندلى دى.
کله چې اريايان له منځنۍ اسيا نه کډه شول او باختر ته راتلل ډېر شمېر يې د پاختيا په لرغوني هېواد کې ځاى پر ځاى شول ،چې هغه مهال ددې ځاى خلک په پاکتيان او بيا د وخت په تېرېدو سره د پاکتين په نومونو يادېدل. داهم بايد وويل شي ، چې يونانيانو په خپلو بودايي کتابونو کې ددې سيمې يادونه په پاکتيا او پکتويس سره کړې ده خو د اريا يانو دهغه وخت له غوره مرکزونو څخه د پاکتيا او پاختيا يادونه کولى شو.
د يونان نامتو او پياوړى تاريخ پوه هېروډيټ چې د تاريخ پلار يې هم بولي له همدې ساحې او د هغې له نومونو څخه په دې ډول يادونه کړې، او وايي: ((پکتي، پکتويس هغه غښتلى او پياوړى ولس دى، چې په پاکتيا ، پکتيخا او پادپکتيا په هېواد کې اوسيږي نامتو پوه بطليموس يې هم د پکتيانو ټاټوبى د پکتين هېواد ګڼي. له بلې خوا مشهور ليکوال بېلو ددې ځاى د نوم يادونه په پيکي، پيکا سره کړې ده.
د بطليموس او هېروډيټ له څرګندونو څخه دا په ډاګه کيږي، چې دا اوسنۍ لويه پکتيا او دهغې ګرد چاپېره ځمکې يو ولايت نه بلکې يو ستر او غښتلى هېواد و، چې ځانګړى تمدن يې درلود، ولسمشر يې پاکتين نومېده، بېلو ددې هېواد ښارونه او قصبې: (( ګردېز، خوست، اورګون (د اوسنۍ پکتيکا سيمه)، ټل، واڼه، کورمه، دېره اسماعيل خان، ديره غازي خان، بنو، کلاچۍ، سيالکوټ، کراچۍ، جام پور او جيکب اباد ښودلې دي او څلور خواوې يې، شمال ته بلخ، بدخشان، ميمنه، مرغاب او مرو، سهيل ته يې: بلوچستان لوېديځ ته يې: هرات، سيستان او ختيځ ته يې د نورستان او د چترال سيمې ښودلي دي.
د يادونې وړده ،چې د اوسني افغانستان د ختيځ لور څو ولايتونه د پاختيا د هېواد پر مهال ځانګړى هېواد ((ګهندارا)) نومېده.
اوسني پښتانه چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې لږ و ډېر ميشت شوي، دوى ټول لومړى په باکته او پکتيا کې اوسيدل ؛له ميلاد نه درې او له نن څخه (٥٠٠٠) کاله پخوا د يوه پياوړي مدنيت څښتنان وو او دا په ډاګه ويلى شو، چې د لومړي ځل له پاره لوېديځوالو نه، بلکې د نړۍ ختيځې برخې تمدن رامنځ ته کړى دى. هېروډيټ وايي: چې دوى ټول هنر پاله، کرونده ګر او مالداره خلک وو او د خپلو حيواناتو له پوستکيو څخه يې ګټه اخيسته اوله هغوى څخه به يې د څرمنې کورتۍ ګنډلې. هنري پر مختګ او پياوړتيا د تمدن په رامنځ ته کولو کې تر هرڅه رغنده ګام اخلي او ددوى د هنري کړنو د تثبيت په اړه يوازې د ميرزکې د سيمې لرغونې سېکې ښودلى شو، چې څلور پېړۍ له ميلاده وړاندې او درې له ميلاده وروسته ټول اووۀ سوه کلن لرغوني هنري اثار لري. کومې سېکې چې تر اوسه د ميرزکې په خزانه کې موندل شوې دي، دا په ډاګه کوي ، چې دوى د نړۍ تر ټولو متمدن خلک وو، ويل کيږي ، چې تر اوسه د ميرزکې له خزانې څه پنځوس زره سېکې ايستل شوې دي. د مرکزي اسيا او د هند لرغون پيژندونکى« پ بورا شي» وايي: چې له ١٩٩٢ زېږديز کال څخه تر ١٩٩٤ زېږديز کال پورې د ميرزکې له خزانې څخه ٤ ټنه سېکې او پنځه سوه کېلو ګرامه ګاڼې او يوه اندازه تاريخي اثار ايستل شوي، چې درې ټنه يې د سويس د پاسل په ښار کې دي، دى وايي چې دا دنړۍ په کچه ستره خزانه ده ،چې له ميلاد نه وړاندې له دويمې تر پنځمې پېړۍ پورې لرغوني اثار لري، بلکې د ځينو اثارو قدامت يې تر هاخامنشي او سکندر کبير پورې رسيږي، خو د افغانستان د تاريخي جغرافيې ليکوال ((سنګروال)) وايي چې تر اوسه د ميرزکې په خزانه کې چې کومې موندني شوي ،په هغوکې د يوناني پاچا ((هرمايوس، کرفېزس او د کنېشکا)) د کورنۍ انځورونه لېدل کيږي.
بيلو د لرغوني هېواد (( پاکتيا)) يو ښار ګردېز ښودلى ،چې مانا يې لوړه کلا يا لوړ غر دى، او هغه ښار اوس هم په هماغه ځاى کې موقعيت لري او تر اوسه همدغه بالاحصار خپل لرغونتوب ساتلى دى .هغه مهال د ګردېز د بالا حصار لوړوالى ٤٠ متره ښودل شوى او دا يې هم ويلي، چې کله د کابل پاچا د اسلام له لښکرو څخه په تېښته شو نو د پاختيا حصار ته يې پناه يووړه، پوهاند صديق الله رښتين د «لرغونې پښتو» په نومي کتاب کې د ګردېز د کليمې په اړه وايي، چې ګردېز د دوو سانسکرټي کليمو ګډ جوړښت دى، چې ګر په مانا د غر او دېس يا دېز په مانا د کلي يا نې د غره کلى يا د غونډۍ کلى، چې ددې بشپړه ودانۍ اوس هم شته ،چې د يوې غونډۍ پر سر د سترې ودانۍ موجوديت ښيي، که د ګردېز د حصار ودانۍ له نېږدې وليدل شي، نو پوښتنه پيدا کيږي ،چې هغه غټې اوسترې ډبرې چې څوټنه وزن لري، څنګه په هغه وخت کې دغه لوړ دېوال ته پورته شوې او بې له کومې تخنيکي الې څخه يې پر دېوال يوه پر بله په منظم ډول کېښودلې دي.
دا چې د سياسي او جغرافيايي پېښو له امله د نړۍ نقشه بدلون مومي له همدې امله د ژبې کالبوت هم له بدلون سره مخامخ کيږي، نو د لرغونې پاختيا او د هغې په جغرافيايي څرنګوالي کې هم په لږ او ډېر توپير سره اوښتون رامنځ ته شوى، د بېلګې په ډول، لرغونې پاختيا نامه ته يوازې اوس ددوو ولايتونو پکتيا او پکتيکا د نومونو نېږدېوالى څرګندېږي ، چې پکتيکا د شلمې زيږدې پېړۍ په اوږدو کې ترې خپل اداري جوړښت ځانګړى کړى او بل يې هم دخوست لويه ولسوالي وه ، چې د تېرو دوو لسيزو په اوږدو کې مستقل ولايت شو، خو اوس يې هم افغانان په غټه کې درې واړو ولايتو ته د (( لويې پکتيا)) نوم اخلي ، خاصتاً هغې سيمې ته پکتيا ويل کيږي ،چې د ګردېز لرغونى حصا رلري، پکتيا وال اوس هم په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، کله چې ددې سيمې خلک د سره انقلاب په دوران کې له پکتيا کډه شول نو دغو زيار کښو د کډوالۍ په دوران کې بيا بهرنيو هېوادو ته د كار په موخه مخه کړه او د کورني اقتصاد کچه يې تر يوه حده ښه او لوړه وساتله، پکتياوالو اوس هم تجارت،زده کړې او هنري کارونو ته مخه کړې د نجونو او هلکانو زيات شمېر ښوونځي لري او ددې ترڅنګ د پکتيا پوهنتون، د ښوونکو د روزنې موسسه او د پوليسو اکاډمۍ ته يې خپله سينه کې ځاى ورکړى. د پکتيا ولايت د ١٢ په شاوخوا کې ولسوالي لري ،چې دولايت مرکز يې د ګردېز لرغونى ښار دى.
اخځ ليک
١- شهسوار( سنګروال ) د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالى
٢- فرهاد ، قدرت الله حداد، د افغان ملي تاريخ
٣- صديق الله «رښتين» لرغونې پښتو
٤- هېواد ورځپاڼه، کابل افغانستان
٥- غلام محمد «غبار» د افغانستان تاريخي جغرافيه
نـــــوم : محمد مير
تخلص : ايثار
د پلارنوم : خادم شاه
زده کړه : د دوولسم ټولګي فارغ او په انجنيري کې يې لوړې زده کړې نيمګړې
پاتې شوي.
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد خېل
اعتماد
هر رنځ د وخت جوړيږي پــــــــه درمـان د اعتماد
کــــــه غواړي روغــــه ورځــــه طبيبان د اعتمـاد
هرګز پــــــه نړۍ نــــــه شته له باوره ښه ژوندون
کوم ژونـــــــــد چې د انسان دى په جهان د اعتماد
مغرور پـــــه دنيا مــــــه شه د دولت د ښې ځوانۍ
يوه ورځ خو بـــه دې ټول شي دسترخوان د اعتماد
ټول عمر د انسان دى لکــــــــه لمر د مـــــازديګر
څوک څـــــــه کا پـــــه نيمګړي تل ګمان د اعتماد
عبرت وي ،هغو زړوته چې سمبال وي په احساس
کاڼه تــــــه خـــــو ځول دي تش لـــــــبان د اعتماد
چې ډېره ځــان مني شي نــــو ورک کيږي اعتماد
همداسې بــــــــه دوستي شي پــــه خپګان د اعتماد
سالم پــــــــه روغه سټه هغه قـــــام دى هغه ملک
هر څوک چه ښه سمبال شي په ښه شان د اعتماد
ارام کلـــــه موندلى هـــغــو خلکــــــو پــــــه دنيا
کوم ځاى چې موجود نـــه وي ښه جريان د اعتماد
تسکين د بلبل نـــــه شته پــــــه موسم کې د خزان
کوم بـــاغ کې چې ژوندي نـــه وي ګلان د اعتماد
وروري کلــه جوړيږي په وران کور کې ديو پلار
هـــر کور کې چې موجود نه وي مشران د اعتماد
منزل تـه خو به رسي هغه څوک ضرور، ضرور
هــــر چاتــــــه چې حــاصل شي اطمينان داعتماد
چې زړۀ په زړۀ ورخوږ شي د انسان په بل انسان
ښه دواړه پـــــه ښه شان شي ښه دوستان د اعتماد
که چيرته څوک قابو کړي خپل فکرونه ځان مني
دا هــــر څه د خپل ځان دي په خپل ځان د اعتماد
ژوندون کله سفر کــــا ښکلى ښکلى پـــــــه خندا
هر چېرتــــــه چې موجود نـه وي ياران د اعتماد
(ايثار) بـــــــه پـه ليمو وړي درناوى د هغـه چا
هــــــر زړۀ چې مشرف شي پــه اسمان د اعتماد
نـــــوم : حميد الله
تخلص : جنبش
دپلارنوم : حبيب الله خوشحال
زوکــړه : ١٣٦٧ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د يوولسم ټولګي زدکوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
کلى : کوه سين خوشحال خېل
ساغر
يو ارمــــــــــان به له قسمته دازل پـه کرښوليکم
ورته داسې نصيحت کړمــه غزل په کرښو ليکم
دنيا راتـــــــــه د ژوند د الهامونو نذارنـــــــه وه
شپېلۍ د اسرافيل د ځمکې لړزول په کرښو ليکم
سحر پــــــه غم لړلى دى ماښام نــــه څه ګيله ده
د تورو شپو تصوير کې هم منزل پـه کرښو ليکم
ساقي چې مستانـــــــه شم نـو جامونــــه کړنګوم
ساغر بــــــه ماتومـه کړنګول پـــــه کرښو ليکم
ښکلا بــه يې د حسن د طلسم جام مـات کړى وي
د پير بــابـــا د كوډو مې پوښتل پـــه کرښو ليکم
نــــوم : دين محمد
تخلص : درويش
دپلارنوم : امان الله خان
زوکــړه : ١٣٢٩ لېږديز لمريز کال
زده کړه : ددوولسم ټولګي فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : مرکز – ګرديز
کلــى : شېخان
دنــده : د پکتيا ولايت د فرهنګ او ځوانانو رئيس
چاپ شوي اثار :
١- خنجر برا ( دري شعري ټولګه )
٢- کومه مينه ( پښتو شعري ټولګه )
ناچاپ اثار : يوه د لنډو کيسو ټولګه ، يوه د شعرونو ټولګه او يوه هم د طنزونو ټولګه .
فرهادي مينه
د مينې سوداګــــــر دى، ســــتا وصال راڅخه وړى
ديـــــو عمر ثــــواب مې پـــــــه وبـال راڅخه وړى
د خپلو ګناهونـــــو پيټى مـــــــا پـــــــــه شا اخيستى
د شيخ زهـــــد و تقوا دغـــــه کمــــال راڅـخه وړى
مغرورنه وم مغرورشوم، چې مې ستا کوڅه پريښې
لمســــــون د غمازانــو ســـتا اقـــــبال راڅخه وړى
تــــــازړۀ پـــــــــــه پټ پټاني کې اشنا راڅخه يووړ
رقيب پـــــــه رڼا ورځ کې ستا جما ل را څخه وړى
لـوګــــــر د سرو راغى پــــــــه سرونو يې لوګډ کړ
چې ټول ورباندې ټول وو هغــه سـيال را څخه وړى
زمـــــا د فــــــرهادي مينې اثر وربــــاندې پرېووت
چې زه پرې زنګېدم د فــــــــــــکرټال راڅخه وړى
هـا شپه د قــــــدر شپه وه چې د يـار خيال را سره و
پــــــــه تېغ د سباوون نن سر و مـا ل را څخه وړى
سرونــــــــــه دلته مات شول چې د کاڼو بـاران وشو
درويشه! ستـــــــــــــا ليکلى قيل وقال راڅخه وړى
نـــــوم : ساحل
تخلص : منګل
دپلارنوم : حاجي غازي
زوکــړه : ١٣٦٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر لسم ټولګي پورې
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
کلى : سيجنک
اننګو اورونه واخستل
لاندې دې سکروټې کړې لرګو او رونـه واخيستل
داسې دې لـــه سترګو څخه زړو اورونه واخيستل
بيا بــــه يې يو څو کيسې په شونډو کې ساتلې وي
وخت د مــازيګر شو غرو سرو او رونه واخيستل
ستا کيسې لوګى شولې زمـــــــا کيسې لمبې شولې
هـــغــــه وخت جانانه چې وعدو اورونه واخيستل
پام کوه(ساحله)چې دې شونډې ور نېژدې نه کړې
ځان بـــــه پرې ستي کړې اننګو اورونه واخيستل
نـــــوم : رحيم ګل
تخلص : وفادار
دپلارنــوم : حاجي دلاور خان
د نيکه نوم : محمد عمر خان
زوکړه : ١٣٥٥ لېږديز لمريز کال
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
کلى : ميرزکه خليلان
د پښتنو په نوم
رب روزي رسان د کائيناتو هــــــر مکان کې دى
تــــــا څنګه په خپل فـکر د رب وعدې بدلې کړې
ستا خو ډېر کالونـــــه د دجــــــــال لښکرو ونيول
سخت دى انتظار دې تــور اوربل نښې بدلې کړې
تــــــا د سباوون پـــــه نــوم د جنګ لاره نيولې ده
نن دې شرق اوغرب ته پښتنې پيغلې خيجلې کړې
خيردى کـــــــه کميس دې ګيدړانـــــــو تښتولى و
نن دې شرمښانو پـــــــه سينه ښخې منګولې کړې
څنګ پـــــــه څنګ دښمنه ښه دې پېژنم ناوسه يم
تـــــــــا دهوتكي کرښي په کوم جرئت بدلې کړې
نـــــوم : حاجي سخي جان
تخلص : وفايار
د پلارنوم : حاجي نعمت الله خان
زوکړه : ١٣٥٥ لېږديز لمريز کال
ولايت : پکتيا
ولسوالي : رود احمد ابا
کلى : مچلغو تاروخېل
تهمتي به يې کړې
شونډې دې مــه چيچه پــه سپينو غاښو
ډېرې نــــازکې دي زخمي به يې کړې
ترېنه بــــه وڅاڅي سرو وينو څاڅکي
همداسې ښې دې انـــــاري به يې کړې
بيا به پرې نـــــوم د يو قاتل پورې شي
دي بې ګناه خو تهمتي بــــــه يې کړې
(سخى) تـه ورکړه يوځل خپلې شونډې
که نــــه په سرو لمبو ستي به يې کړې
نـــــوم : محمد داود
تخلص : تپان
دپلارنوم : حاجي محمد الدين
زوکــړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : زدکوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : روداحمداباد
کلى : عيسى خېل
قوم : احمد زى
د لونګو امېل
نن يوې خور
په چيغو، چيغو ووې
لا مې لاسونه
د شهيد ورورک
په وينو سره دي
زه د لونګو امېل
څنګه جوړ کړم؟!
پالنه
نن راته ووې
هغې!
پام ګوره چې هېر دې نه شي
بيا به يې غواړې رانه
زه دې د زړۀ پالنه نه شم کوى
ځکه!!!
دا زما ښکلا، زما غرور نه مني
چې د پردو زړونو پالنه وکړم
چې د پردو زړونو پالنه وکړم
پټه مينه!
ګوره!
ته ساده ګۍ يې لږه
چې چاته ونه وايې
دا مې زړه کله غواړي
چې شي خبره دنيا
زما وستا له پټې مينې څخه
دا پټ رازونه به د خلکو تر غوږ نه رسوې
ځکه!
بيا تاهم وژني ماهم وژني
د پاکې مينې په نوم
دلته قانون د پښتنو دى ګرانې
لږ پام په کار دى