نـــــوم : جوهرګل
تخلص : منګل
دپلارنوم : حاجي ګل « منګل»
زوکــړه : ١٣٦٣ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ميرزکه
کلى : انډوام
کرکه
مينه لــــــــه زړۀ لرې ده دهر سړي
کرکـــــه اوس ملګرې ده د هر سړي
ځـــه مظلومه! هسې نـه تباه دې کړي
زړۀ جوړلـــــه کمرې ده د هر سړي
وجـــــه داده يولــــــه بل نفرت کوي
جنګ پـــــه دې خبرې ده د هر سړي
کرکــــه ده چې وينـه بهوي زمــــــوږ
کـــــور وران ستمګرې ده دهر سړي
اې( جوهره) ! زړۀ چې نرم شوى دى
ستــا پــــه دې غزلې ده د هـــر سړي
نـــــوم : لجمر خان
تخلص : غريبکار
دپلارنوم : سيد خان
زوکــړه : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : تر نهم ټولګي پورې
ولايت : خوست
ولسوالي : درګي
کلى : دخي
قــــوم : تڼى
غزل
محبت يې چې پــه مـال او پـه دولت شي
مــــه يې وينـه کــه دا حوره د جنت شي
د مـړو سترګـو پــه څښلو عادت نـــه يم
د شرابــودې کـه څومـره ښـه صفت شي
د ستــــــم خبـــره نـــــــــه منم پښـتو ده
پښتنو خو تـــل جنګونــه پــه غيرت شي
ليونتوب دى ليونتوب دى نــــه پـوهيږي
اللــه هـېر کړي د بنـده پــــه اشارت شي
دا د دوه ورځو ژوندون دى ښه يې پـالـه
خواخربـه دې قسمت د خـاورو څټ شي
(غريبکاره)! طمع مــــه لـره مخلوق تـه
ښـــه هغــــه چې د الله پــه رضايت شي
نـــــوم : تواب جان
تخلص : تواب
دپلارنوم : حاجي جنت ګل
زده کړه : زده کوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : ځاځي اريوب
کلى : علي خېل جګه غونډۍ
غزل
دا تــورو تــــورو سترګو په خنجر ويشتلى يــــم
رغېږم زۀ اوس کلــــــه چې دلــــــبر ويشتلى يم
پنجرو دننه پټ چې مې زړګى زخمي زخمي شو
جوړېږم نـــه اشنا ډېر پــــــــــه هنر ويشتلى يم
قطرې مې د سرو وينو له زړګي څخه جدا شوې
جانــــــان خمارو سترګو پــــــــه اثر ويشتلى يم
اشنا د تــورو سترګو څخه غشي را ګوزار کړل
نـــا څاپـــــه مخامخ يې پـــــه ټټر ويشتلى يـــــم
د مېنې پر هرونـه چې زما ګوګل کې جوړ شول
د يـــــــار ملالو سترګو پـــــه ځيګر ويشتلى يم
آهونه فــــــريادونه مې مدام لـــه خولې نه وځي
(توابـه) زه يې سم د زړۀ پــــه سر ويشتلى يــم
نـــــوم : يارمل
تخلص : تيموري
د پلارنوم : ډاکټر سيد حسن
زوکــړه : ١٣٦٦ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د لسم ټولګي زده کوونکى
ولايت : پکتيا
ولسوالي : احمد ابا
کلــــى : د مچلغو ملا خېل
خپه زړګى
خړوکوڅو خـــــړو کوروتــــه ګورم
خړو باغو خړو بــــاغچو تــــه ګورم
زمـــا زړګى خپه پــــه دې باندې شي
ړنـــــــګو کوڅو او جوماتو ته ګورم
زه بـــــــــه ژړېږم تـــر قيامته پورې
چــې يتيمانـــو البسوتـــــــــــه ګـورم
زما زړګى شي په دې مړاوى مړاوى
چې دا د نن سبـــــا وختوتـــــه ګورم
نه يم خوشال نه بــــــــه خوشاله شمه
چې دادوينو تـــــــويېدو تــــــه ګورم
خپه زړګى بـه مې خوشال په څه شي
چې زه غمجن د غـم نغموتــــه ګورم
دا خپل وطن ګل او ګلزار کـړو بــايد
ځكه «يارمل» يې جوړيدو تــه ګورم
نـــــوم : ښايسته جان
تخلص : احدي
د پلارنوم : حاجي بخت
زوکــړه : ١٣٥٨ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د دوولسم ټولګي څخه فارغ
ولايت : پکتيا
ولسوالي : لژه منګل
کلـــى : شيګړى
دنـــده : د پکتيا د ولايتي شورا وکيل
خدايه خير
دښمنـان راتـــه ډېر زور کړي خدايــــه خير
ګوزارونــــه پـــه هـر لور کړي خدايــه خير
د توپير پــــه کلمه يې ټول بـــر بـــــاد کـړو
اوس سوچونــه نور او نور کړي خدايـه خير
ښايسته جانــه چې تـرې خپله خاوره غواړې
تندى نور راتـــه تک تور کړي خدايـــه خير
اې زمــــا ګرانــــــه وطنه هېر مې نــــه يې
جار زمـــــا د زړۀ ګلشنه هېر مې نـــــه يې
چا پـــــه خپله چا په نورو راتــه وران کړې
زمـــــا پلار نيکـــــه مسکنه هېر مې نـه يې
(ښايسته جان) به سراومال دواړه قربان کړم
ګرانــــــه ستا په زړۀ داغونه هېر مې نه يې
نـــــوم : يار محمد
تخلص : پکتين
دپلارنوم : حاجي نعمت الله
زوکــړه : ١٣٥٢ لېږديز لمريز کال
زده کړه : د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې څخه فارغ.
دنــــده : دپکتيا په پوهنتون کې استاد او د شمشاد ټلويزون د سهيل ختيځ زون
خبريال.
ولايت : پکتيا
ولسوالي : سيد کرم
اوسنى استوګنځى : ګردېز، اتفاق مېنه
چاپ شوي اثار: د ښاپېرۍ ورغوى د قافيې پرتله ، کره کتنه،
نا چاپ اثار: په لسګونو، ادبي او څېړنيزې مقالې....
د پکتيا او پاکتيانيو لرغوني دور ته يوه لنډه کتنه
څنګه چې د مهال د تېرېدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي ،چې د دا ډول بدلونونو اغېزې د يوې ژبې په وييونو ( لغتونو) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاختيا يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده، چې د ارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غځېدلې وه او څومره لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقعيت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغيير موندلى دى.
کله چې اريايان له منځنۍ اسيا نه کډه شول او باختر ته راتلل ډېر شمېر يې د پاختيا په لرغوني هېواد کې ځاى پر ځاى شول ،چې هغه مهال ددې ځاى خلک په پاکتيان او بيا د وخت په تېرېدو سره د پاکتين په نومونو يادېدل. داهم بايد وويل شي ، چې يونانيانو په خپلو بودايي کتابونو کې ددې سيمې يادونه په پاکتيا او پکتويس سره کړې ده خو د اريا يانو دهغه وخت له غوره مرکزونو څخه د پاکتيا او پاختيا يادونه کولى شو.
د يونان نامتو او پياوړى تاريخ پوه هېروډيټ چې د تاريخ پلار يې هم بولي له همدې ساحې او د هغې له نومونو څخه په دې ډول يادونه کړې، او وايي: ((پکتي، پکتويس هغه غښتلى او پياوړى ولس دى، چې په پاکتيا ، پکتيخا او پادپکتيا په هېواد کې اوسيږي نامتو پوه بطليموس يې هم د پکتيانو ټاټوبى د پکتين هېواد ګڼي. له بلې خوا مشهور ليکوال بېلو ددې ځاى د نوم يادونه په پيکي، پيکا سره کړې ده.
د بطليموس او هېروډيټ له څرګندونو څخه دا په ډاګه کيږي، چې دا اوسنۍ لويه پکتيا او دهغې ګرد چاپېره ځمکې يو ولايت نه بلکې يو ستر او غښتلى هېواد و، چې ځانګړى تمدن يې درلود، ولسمشر يې پاکتين نومېده، بېلو ددې هېواد ښارونه او قصبې: (( ګردېز، خوست، اورګون (د اوسنۍ پکتيکا سيمه)، ټل، واڼه، کورمه، دېره اسماعيل خان، ديره غازي خان، بنو، کلاچۍ، سيالکوټ، کراچۍ، جام پور او جيکب اباد ښودلې دي او څلور خواوې يې، شمال ته بلخ، بدخشان، ميمنه، مرغاب او مرو، سهيل ته يې: بلوچستان لوېديځ ته يې: هرات، سيستان او ختيځ ته يې د نورستان او د چترال سيمې ښودلي دي.
د يادونې وړده ،چې د اوسني افغانستان د ختيځ لور څو ولايتونه د پاختيا د هېواد پر مهال ځانګړى هېواد ((ګهندارا)) نومېده.
اوسني پښتانه چې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې لږ و ډېر ميشت شوي، دوى ټول لومړى په باکته او پکتيا کې اوسيدل ؛له ميلاد نه درې او له نن څخه (٥٠٠٠) کاله پخوا د يوه پياوړي مدنيت څښتنان وو او دا په ډاګه ويلى شو، چې د لومړي ځل له پاره لوېديځوالو نه، بلکې د نړۍ ختيځې برخې تمدن رامنځ ته کړى دى. هېروډيټ وايي: چې دوى ټول هنر پاله، کرونده ګر او مالداره خلک وو او د خپلو حيواناتو له پوستکيو څخه يې ګټه اخيسته اوله هغوى څخه به يې د څرمنې کورتۍ ګنډلې. هنري پر مختګ او پياوړتيا د تمدن په رامنځ ته کولو کې تر هرڅه رغنده ګام اخلي او ددوى د هنري کړنو د تثبيت په اړه يوازې د ميرزکې د سيمې لرغونې سېکې ښودلى شو، چې څلور پېړۍ له ميلاده وړاندې او درې له ميلاده وروسته ټول اووۀ سوه کلن لرغوني هنري اثار لري. کومې سېکې چې تر اوسه د ميرزکې په خزانه کې موندل شوې دي، دا په ډاګه کوي ، چې دوى د نړۍ تر ټولو متمدن خلک وو، ويل کيږي ، چې تر اوسه د ميرزکې له خزانې څه پنځوس زره سېکې ايستل شوې دي. د مرکزي اسيا او د هند لرغون پيژندونکى« پ بورا شي» وايي: چې له ١٩٩٢ زېږديز کال څخه تر ١٩٩٤ زېږديز کال پورې د ميرزکې له خزانې څخه ٤ ټنه سېکې او پنځه سوه کېلو ګرامه ګاڼې او يوه اندازه تاريخي اثار ايستل شوي، چې درې ټنه يې د سويس د پاسل په ښار کې دي، دى وايي چې دا دنړۍ په کچه ستره خزانه ده ،چې له ميلاد نه وړاندې له دويمې تر پنځمې پېړۍ پورې لرغوني اثار لري، بلکې د ځينو اثارو قدامت يې تر هاخامنشي او سکندر کبير پورې رسيږي، خو د افغانستان د تاريخي جغرافيې ليکوال ((سنګروال)) وايي چې تر اوسه د ميرزکې په خزانه کې چې کومې موندني شوي ،په هغوکې د يوناني پاچا ((هرمايوس، کرفېزس او د کنېشکا)) د کورنۍ انځورونه لېدل کيږي.
بيلو د لرغوني هېواد (( پاکتيا)) يو ښار ګردېز ښودلى ،چې مانا يې لوړه کلا يا لوړ غر دى، او هغه ښار اوس هم په هماغه ځاى کې موقعيت لري او تر اوسه همدغه بالاحصار خپل لرغونتوب ساتلى دى .هغه مهال د ګردېز د بالا حصار لوړوالى ٤٠ متره ښودل شوى او دا يې هم ويلي، چې کله د کابل پاچا د اسلام له لښکرو څخه په تېښته شو نو د پاختيا حصار ته يې پناه يووړه، پوهاند صديق الله رښتين د «لرغونې پښتو» په نومي کتاب کې د ګردېز د کليمې په اړه وايي، چې ګردېز د دوو سانسکرټي کليمو ګډ جوړښت دى، چې ګر په مانا د غر او دېس يا دېز په مانا د کلي يا نې د غره کلى يا د غونډۍ کلى، چې ددې بشپړه ودانۍ اوس هم شته ،چې د يوې غونډۍ پر سر د سترې ودانۍ موجوديت ښيي، که د ګردېز د حصار ودانۍ له نېږدې وليدل شي، نو پوښتنه پيدا کيږي ،چې هغه غټې اوسترې ډبرې چې څوټنه وزن لري، څنګه په هغه وخت کې دغه لوړ دېوال ته پورته شوې او بې له کومې تخنيکي الې څخه يې پر دېوال يوه پر بله په منظم ډول کېښودلې دي.
دا چې د سياسي او جغرافيايي پېښو له امله د نړۍ نقشه بدلون مومي له همدې امله د ژبې کالبوت هم له بدلون سره مخامخ کيږي، نو د لرغونې پاختيا او د هغې په جغرافيايي څرنګوالي کې هم په لږ او ډېر توپير سره اوښتون رامنځ ته شوى، د بېلګې په ډول، لرغونې پاختيا نامه ته يوازې اوس ددوو ولايتونو پکتيا او پکتيکا د نومونو نېږدېوالى څرګندېږي ، چې پکتيکا د شلمې زيږدې پېړۍ په اوږدو کې ترې خپل اداري جوړښت ځانګړى کړى او بل يې هم دخوست لويه ولسوالي وه ، چې د تېرو دوو لسيزو په اوږدو کې مستقل ولايت شو، خو اوس يې هم افغانان په غټه کې درې واړو ولايتو ته د (( لويې پکتيا)) نوم اخلي ، خاصتاً هغې سيمې ته پکتيا ويل کيږي ،چې د ګردېز لرغونى حصا رلري، پکتيا وال اوس هم په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، کله چې ددې سيمې خلک د سره انقلاب په دوران کې له پکتيا کډه شول نو دغو زيار کښو د کډوالۍ په دوران کې بيا بهرنيو هېوادو ته د كار په موخه مخه کړه او د کورني اقتصاد کچه يې تر يوه حده ښه او لوړه وساتله، پکتياوالو اوس هم تجارت،زده کړې او هنري کارونو ته مخه کړې د نجونو او هلکانو زيات شمېر ښوونځي لري او ددې ترڅنګ د پکتيا پوهنتون، د ښوونکو د روزنې موسسه او د پوليسو اکاډمۍ ته يې خپله سينه کې ځاى ورکړى. د پکتيا ولايت د ١٢ په شاوخوا کې ولسوالي لري ،چې دولايت مرکز يې د ګردېز لرغونى ښار دى.
اخځ ليک
١- شهسوار( سنګروال ) د افغانستان د تاريخي جغرافيې څرنګوالى
٢- فرهاد ، قدرت الله حداد، د افغان ملي تاريخ
٣- صديق الله «رښتين» لرغونې پښتو
٤- هېواد ورځپاڼه، کابل افغانستان
٥- غلام محمد «غبار» د افغانستان تاريخي جغرافيه