رالېږونکی:paktianay
د رالېږونکي پته: hamida_paktianay@yahoo.com
نېټه:2008-05-29

غزل: حميده پکتيانۍ
مخ مې د جانان دی که ځلا چرته هېنداره کړي
خدای ورته  ونه وايمه مابه ګنهګاره کړي
مخکې دې غم ښه و، ستا په ياد به پرې ويده شومه
اوس چې راته راشي نو ويده مې رابيداره کړي
وژنه خو مې مه بيا به دې هيڅوک هم د غم نه وي
داسې يوه ګناه وکړه چې ما له تا بيزاره کړي
خير که په هُنر د يارانې ښه نه پوهېږم اوس
لويه به شم، پويه به شم، خدای به مې هوښياره کړي
ماته يې جامونه رامعلوم دي، ښه پرې پويه يم
دا معلومه نه ده چې سجدې د چا له ډاره کړي؟
هر سړی جنت ګټي، دوزخ ګټي خپل ځان وته
دلته داسې څوک دي چې ژوندون د بل لپاره کړي؟
هره شپه که ستاپه ياد ويده پکتيانۍ نه يمه
غاړې مې دې بندې وي خدای پاک مې دې مرداره کړي.