(درڼو اوښکو په کاڼو مې سنګسار کړ)
بيا مې غم لکه منصور درته په دار کړ
داچې ستا دغم کفارو دی وژلی
ما زړګی دشهداو صف کې شمار کړ
دابه شايد ستا دياد شراب و خدايه
زما زړه يې نن پېنځه کرت خمار کړ
ما چې راز دمينې څومره پټ ساتلو
دې ساده غزل مې هغومره اظهارکړ
ته چې زړه دچا په سترګو دلته راغلې
همغه درباندې څنګه ځان ناګار کړ
زه زخمي شوم سکه ورور رانه شهيدشو
مېرني راته له هغه ځايه څار کړ
دخيرخوا شعره کمال به دې بيا منم
که دې يوبې لارې شوی راپه لار کړ.