1
ته هلـــــــــته تنګ يي اوزه دلته مرمه
رب مو دې نورسره يوځاې ديره كړي
چاچـــــــــي زموژوطن دوزخ كړراته
رب دې هغه بدمرغه ټول سپيره كړې
 2 
موژپه زانـــــــــګوكي جداشوي يو ټول
اوس ســــكه وروڼه ســـــــــره نه پيژنو
زموژســــــاقي يي هم وژلې راتـــــــــه
موژمـيــــــــكده-موژصهباڅـــــــه پيژنو
 3

مابه چې ښــــــــــــــكلي چيرته وليدل نو
زما به په سترګو به تــــــياره خوره شوه
بــس له هغې ورځې خنداراڅخه وتښتيده
دلــــــــته چه څه دجنګ ناره خوره شوه
 4
ګوندې داروح مې لژارام غونــــدي شي
په مالاس تيركړه چه نورډيرســـــتړې يم
په دې ځوانـــــــــې باندې مې مه غوليژه
ژوندوكې ګرځم نورتــــــــــــيار مړې يم
 5
ته داځل راشــــــه نوربه تېر په هيركړو
نوربه دماينو په ځــــــــــاې سوما وكرو
په سپيرو شـــــــونډو په دا زيړ مخو به
نوره ښــــــــــــــــكلا نوره موسكا وكرو

 6
هغه اورونه ساړه شـــــــــــوي دي اوس
داحاجت نشته چه په آس ورشـــــــــــــو
دريغه!راځه چـــــــــه دې لغمان دروته
غاړه په غاړه لاس په لاس ورشــــــــــو
 7
درســــــــــــــــره تللي ياران ټول راوله
زه درته لارې اوګودرې ښـــــــــــــــايم
بيا به له سره نو حجرې ګرمــــــې كړو
زه درته څومســـــــــــــتې سندرې ښايم
 8

ها د ناهيد ملګري بيرته راغلــــــــــــــې
راشــــــــــــــه په ګډه به يې ياد ونمانځو

راشه چې دغـــــــــــــه دملالې خورګۍ
په يو اوازپه زنده باد ونمانــــــــــــــــځو