بيا مکړه اشارې ماته له لرې په لاســـــــــــــــــــــونو
زه نه اورم له لرې نه خبرې په لاســــــــــــــــــــــــــونـو
څه ښکلی ماشومتوب وچې دنيا به مويوګام کړه
الوت ته به مو جوړې کړې وزرې په لاســـــــــــــونو
ای خدايه ته يې ښخ لکه نښتر کړې په مځــــــکه
بې ځايه که وهلې چا نښــــــــــــــــــترې په لاســـونو
شايد چې دې دذوق په مرۍ ناســــــته ده خپــسه
اوس نه کوې له ځان سره سنــــــــــدرې په لاسونو
اوس هم چې کله کله زه ماشوم شمه په خوب کې
راونيسم په ځالــــــــــو کې کوترې په لاســــــــــــونو
قربان شم دشاعر له دې اوچتـــــــــــــــــه کرامــــــــته
راوباسي له سيند نه مرغلرې په لاســـــــــونــــــــــو
قســــــم يې راچولی خوله به نه وروړمه مـــــــــخ ته
حيـــــــــرانه څنګه وخورمه شکرې په لاســـــــــونو؟