ضرور راځي ماډېره ټينګه په جانان کړې ده
تل مې غندنه په يارۍ کې دهجران کړې ده
ګرانې په مخ دې د رنخو خالونه دومره ډېردي
انځور ګري دې داسمان دکهکشان کړې ده
اې خدايه وې وروه يار مې ځي چې پاتې شي نن
د تږي ګل په څېرمې مينه د باران کړې ده
ستا اننګي که دي ګلونه ماهم ښکل کړل ښکليه
ما دغه لوبه ديو مست بورا په شان کړې ده
ياره که راشې سېدکرم به ګلابونه شي ټول
راځه راځه دا وړاندوينه ما مېران کړې ده.
05.04.2007
- محمدحنيف حيران
چې ته رانغلې نصيب زه دروستمځکه دې خپل لېوني زړه دروستمستا د راتلو خبرې ډېرې کېدېدې خوار نصيب چې زه په څه دروستمته دې داخپل تندي ته وګـــــــــــوره لږغرور په دې خبره نه در وستمله ما تپا ن ليوني څله پوښتي؟جوړ يې کړه څېرې ګرېوانه دروستم...
05.04.2007
- محمدحنيف حيران
وار به دې راشي داساغر به په سرواړوې خوزاهده کېنه صبر وکړه اخېر چور خونه دیپه کارخو موږ ته ده په دې چې فطرتي رندان يوکه ته يې ونه څکې جنابه څه ضرور خو نه ده.چې داسې زريې دړانده مرغه په شانې ښکېل کړونوپه تګلاره دمذهب کې مو ضرور کمی دیدا چې رسيوکې يا غي سرونه نه شي ليدیداناالحق کمی را غلی دمنصور کمی دی
...