دلته مرګي ته انتـــــــــظار دي خلك
دلــــــــته د ژوند په اوګوباردي خلك
دا چې ورانۍ كوي جـــــنګونه كوي
سبــب يي داده چه اوزګـاردي خلك
ګــناه مو داده چه بـس مـــــــــينه كوو
په دې كيــــــسه راته په كار دي خلك
په دې وطـن كي به الماس ډيروي خو
مـګر په نس باندې يي خواردي خلك
خوارشې كم غــــقل چا ته ونه وايې
همـكاره دلته ټول هوښـــياردي خلك