يو راز مې دښکلا ستـــا له جـــــماله دی راوړی
د سرو زرو منـــــــــګی مې له کولاله دی راوړی
زما اود رقيب به راځه اوس ايمان معـــــلوم شي
خپل سر مې په تلي کې لـــه جنجاله دی راوړی
د خدای پاک له نامه ســــره مې ته هـــم ېې پر ژبه
ثواب مې غرونــه غـــــــرونه له وبالـــه دی راوړی
راځئ سره راټول شئ يوښه مست اتڼ شروع کړئ
ما خوږ داودي غږ له سُــــــر اوتـــــــا له دی راوړی
ليدی مې نشو ستـــا دا نورانــي مـــخ په يو وارې
داګرد مې دې ايينې ته له خپل خياله دی راوړی
بورا دګلو شونډې ښکلوي، شــــــين پسرلی وي
تعبير ته مې يوخـــــوب له نوي کالــــه دی راوړی
راځه چې دا ناکامــــه مينـــــــــه بېرته کړو کاميابه
يو ښـــــــــــه چل مې عروج ته له زوالــــــه دی راو ړی
حيران شـــمه چې لولم ېې خو ورسته پدې پوه شم
چې شوخ رنګ مې غزل ته ستا له خاله دی راوړی
زه ژوبــــــــله ژوبـــله ټنډه له جـــــوماته راوروان يــم
تا ســـــوی ســــــــوی زړه له درمســــــاله دی راوړی
حيرانه يو الهام ترې غــــېږې غـــېږې راچاپېـــرشي
يوخــــيال مې له ټاګــــور نه له بنــــــګاله دی راوړی.