غزل
دا پرارژلی زړه مې کوکې کوکې کړي
وږي ماشــــومان شــي دوطن را يـــــاد
لـــنډې چې مرغان سره مښـــوکې کړي
خير که نن وحشت ما ترګرېوان نيسي
چرته به ستا مخ هم شوکې شوکې کړي
داکوچينيان ډوډۍ غواړي تربيه غواړي
دا نيا لګي د زړه په وينـــو ځوکې کړي
مــــاته شي وزلـــــــوبه د مــــزار رايـــــــاد
تاو چې له اســــــونو نه مــــــتروکې کړي
حيران يم چې تعبير ددې خوب څه دی؟
باز راشي کــــوتره نوکــــې نوکـــې کړي
څرنـــــګه حـــيرانه زړه تــرې وســــاتـــم؟
ښکلي چې په لويو لارو شــوکې کړي.